|
دغه پروژه ستاسو کومک ته اړه ده!
د قاموسونه ټکی کام پروژه خپلو ټولو خواخوږو ته دعوت ورکوي چي پدغه پروژه کي ونډه واخلي. هر څوک کولای سي چي په يوډول نه په يو ډول د دغي پروژې په پرمختګ کي کومک شي.
کمپيوتر پوهان:
هر هغه څوک چي د کمپيوتر د پروګرامنګ سره بلدوي کولای سي چي پدغه پروژه کي ونډه واخلي او د دغي پروژې تخنيکي ننګونواو اړتياو ته ځواب ووايي. پداسي حال کي چي قاموسونه ټکی کام په خپل راتلونکي کمپيوتري قاموس کي ډيري نوي اسانتياوي ځايول غواړي او د آن لاين د يوې نوي پروژې لپاره د سکرپټ جوړول غواړي چي ويکيپېډياسکرپټ ته به ورته وي نو دغه پروژه و کمپيوتر پوهانو ته سخته اړتيا لري.
http://www.wikipedia.org/
ژب پوهان:
پداسي حال کي چي ددغي پروژې آري کار په ژبپوهني پوري تړلی دی نو ددغي پروژې دپايلو او سرات لپاره و ژبپوهانو ته ډېره کلکه اړتيا شته. دغه پروژه په پام کي لري چي نه يوازي د پښتو ونډه راټوله کړي بلکه د پښتو دغه ونډه په نړۍ وال فونېټک هم واړوي. که تاسو ژبپوهان ياست اويا د فونېټک سره بلدکسان ياست نولطفا زموږ سره تماس ونيسئ.
ټايپستان:
هغه کسان چي د پښتو ژبي تر څنګ يه د يوې بلي ژبي ټايپ هم زده وي کولای سي چي د چاپ شوو قاموسونو په ټايپولو او په کمپيوتر کي ځېرمه کولو په کار کي مرسته وکړي. موږ دنورو تر څنګ داسي تايپستانو ته اړتيا لرو چي روسي پښتو او الماني پښتوچاپ شوي قاموسونه په کمپيوتر کي ځېرمه کړي.
دقاموسونو د چاپ حقوق درلودونکي:
هر هغه څوک چي يو پښتو قاموس يه ليکلی وي کولای سي چي موږ ته خپل چاپ شوی قاموس او يا د قاموس کمپيوتري فايل راوليږي. ستاسو قاموس چي پر هر کمپيوتري پروګرام هم ليکل شوی وي موږ کار ترې اخيستلای شو.
هر کمپيوتر درلودونکی:
هر هغه څوک چي د پښتو ژبي تر څنګ يه بله ژبه هم زده وي د دغي پروژې سره مرسته کولای سي. نوموړي کسان کولای سی چي په مايکروسافټ ايکسل کي د پښتو او يوې بلي ژبي د لغاتونو لست جوړ کړي او موږ ته يه راولېږی. ښه به دا وي چي د مايکروسافټ ايکسل په يوه کالم کي لغت په دويم کالم کي دلغت د ګرامري برخه چي ايا دغه لغت فعل اسم او که صفت دی، او په درېيم کالم کي د لغت معنا وليکل شي. موږ د انګليسي او نورو ژبو دلغاتونو اوږده لستونه لرو او ستاسو د غوښتني سره کولای سو چي تاسوته دغه لستونه د ژباړي لپاره درولېږو. پداسي حال کي چي دغه راټول شوي لغاتونه او لستونه به موږ کنترولو او د هغو سمون به د ژبپوهانو په مرسته کوو نو هر څوک کولای سي چي د لغاتونو د لسټونو د جوړولو دلاري زموږ سره مرسته وکړي.
هر هغه څوک چي په کور کي يو پښتو قاموس ولري:
که تاسو په خپل کور کي يوپښتو قاموس لری نو کولای سی چي دغه قاموس موږ ته ډالۍ کړی. موږ د هر ډول پښتو چاپ شوي قاموسونو ته اړتيا لرو. د نورو قاموسونو تر څنګ موږ د اسلانوف په روسي پښتو قاموس او د لېبديف په روسي پښتو قاموس پسي ګرزو. زموږ د پوستې پته او تماس پته داسي ده:
Qamosona.com Wupperstrasse 13 D-42651 Solingen Germany
تاسو کولای سی چي زموږ سره د تليفون او يا هم د برېښناليک له لاري تماس ټنګ کړی:
Phone: 0049 162 7489953 E-mail:qamosona@rediffmail.com
If you want to send your E-mail in Pashto Please click here
|