Pashto Garshod [M. S. Wakili]
آ
ئ
ا
ب
ت
ج
خ
د
ر
ز
س
ش
غ
ل
م
ن
ه
و
ي
ټ
پ
ځ
څ
چ
ډ
ړ
ږ
ژ
ښ
ک
ګ
ی
ۍ
ې
د
دا
دب
در
دغ
دل
دم
دن
ده
دو
دي
دپ
دړ
دښ
دی
دې
selected terms: 101
Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
1.
د
اضافي حالت٬ ملکیت ښه ئي «د احمد کتاب.» ◊ ټوټکی(ادوات) دی او ◊ او د (از) مانا ورکوي د کور څخه بیا تر باغ پوري . ◊ د پښتو د الپ او بې یولسم توری ◊ ټوټکی دی د
More…
2.
دا
اشاري ضمیر دی دا سړی څوک دی؟ ◊ ضمیراشاري دی د نرینه اوښځینه لپاره. داښځه ده. دا هلک دی .
3.
دادا
پلار٬ بابا٬ اغا (نوم٬ اسم )
4.
داره
(dara) د اوبو وتل دنل څخه په فشار؛ ددغه نل څخه اوبه په داره وزي.
5.
داسي
دارنګه٬ دغسي٬ دا ډول (تړونکی٬ قید )
6.
دانګ
ورغورځېده ( کړنه٬ فعل )
7.
دانګل
حرکت، خیز، خوځښت پر هغه ئي ور و دانګل . ◊ ورغورځېدل٬ حمله کول ( لازمي مصدر)
8.
داړ
چیچل٬ داړل٬ خوړل ( کړنه٬ فعل )
9.
داړل
د سپي چيچل دسپي داړل سړی بیخي خوږه وي . ◊ دسپي چیچل ( متعدمصدر)
10.
داړه
په جنګ کې چال ته واي ( ستاینه٬ صفت ) ◊ چاپه، چپاو د پره دیو داړه بده ده . ◊ غټ غاښ٬ د درند وو ژوو غاښوته داړي واي
11.
داړه مار
ډاکو، غل،وېره اچونکی، دا داړه مار دی .
12.
داښت
دوام، پایښت دغه ټوکر داښت نه لري .
13.
دباندنیو
بهرنیو٬ ضد يې دننه ( ستاینه٬ صفت)
14.
دباندي
بهر خواته٬ بهر ( تړونکی٬ قید ) ◊ د دننه ضد دی . آس دباندي ودره وه!
15.
دبدبه
شانوشوکت ده پخپل وخت کي ډېره غټه دبدبه درلوده .
16.
دبلی
د حلبي څخه جوړه سوې قطې (نوم٬ اسم)
17.
دبه
د اوبو یا غوړویا تیلو د ساتلو لپاره سر تړلی لوښی .
18.
درانه
د دروند جمع ده یاني سنګین دا څه درانه بارونه وړې .
19.
درب
د شي د لاندي رالوېدو ږغ ( کړنه٬ فعل ) ◊ شان او شوکت٬ دب دبه ( ستاینه٬ صفت) ◊ یو شی چي ولويږي درب کوي .
20.
دربول
وهل٬ ټپول ( متعد مصدر)