Pashto Garshod [M. S. Wakili]
آ ئ ا ب ت ج خ د ر ز س ش غ ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ ی ۍ ې
ر را رب رخ رس رغ رم رن رو ري رټ رپ رډ رژ رښ رڼ ری رې
2. را
د «راکه!» لنډيز دی ◊ مخګونی دی د کول څخه «راکول»
3. را استول
د راستولو مصدر دی ( متعد مصدر)
4. را پا څول
تحریکول (متعد مصدر)
5. را یستل
راباسل (متعد مصدر)
6. رابرسېر
څرګند، ښکاره، هویدا زموږ موضوع يې رابرسېره کړه .
7. راتلل
د راتګ مصدر دی. ( لازمي مصدر)
8. راتلونکی
شی چي راځې (نوم٬ اسم)
9. راتلونکی مهال
هغه مهال چي راځي (مهال زمان)
10. راتګ
د تللو نوم دی ( مصدري نوم ) ◊ راتله، راتلنه،راتلنګ ستا د راتګ په انتظاریم .
11. راز
ډول٬ رنګه٬ ګونه٬ څرنګواله ( نوم٬ اسم)
12. راستولی
رسول٬ پيغمبر (نوم٬ اسم)
13. راشه
پر درمند د غنمو کوټه (نوم٬ اسم) ◊ راسه٬ راځه٬ امر یا غوښتنه ده (د راتلل فعل دی)
14. راشه درشه
کړه وړه٬ راکړه ورکړه (کړنه٬ فعل)
15. راشکول
مېوه له وني نه شکول (متعد مصدر)
16. راشکېدل
شی د وني نه پخپله رالوېدل (لازمي مصدر)
17. راغله
د غایب شخص د جمع فعل دی دراغلل مصدرڅخه
18. راغونډول
سره راټولول (متعد مصدر)
19. راغوښتل
رابلل ( متعد مصدر)
20. راغوښتنه
رابلنه ( مصدري نوم)