Pashto Garshod [M. S. Wakili]
آ
ئ
ا
ب
ت
ج
خ
د
ر
ز
س
ش
غ
ل
م
ن
ه
و
ي
ټ
پ
ځ
څ
چ
ډ
ړ
ږ
ژ
ښ
ک
ګ
ی
ۍ
ې
ها
هر
هس
هغ
هـ
هل
هم
هن
هو
هي
هټ
هڅ
هډ
هښ
هک
هګ
هی
هې
selected terms: 132
Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
1.
ها
ږغ دی د احتیاط لپاره . ها! ودرېږه، چي مار دی!
2.
هاتي
پيل، ډېر غټ بودین دی غټ غوږونه لرې او اوږد شونډک لري .
3.
هاغه
اشاري ضمیر دی؛ د انسان او شي وخواته . هغه، هاغه څوک دی؟ یا څه شی دی؟
4.
هاله
توره خړه وریځ، توره پرده، سپوږمې سوه په هاله کي .
5.
هاند
جدوجهد٬ کوشش ستا هاند (کوشش) په دغه لاره کي څه ونه کړه . ◊ ربړ٬ هڅه٬ زیار٬ کوشش ( مذکرنوم )
6.
هاړو دوړ
اړودوړ٬ شورماشور ( کړه نه٬ فعل)
7.
هر
مخګونی دی،چي د هري ګړې سره راسي مانا بدلوي . هرڅوک، هرڅه، ◊ نامعین ضمیر دی . لکه هر سړی، هره ګړه، هره ښځه، هرهلک،اونور . ◊ ناڅرګندضمیر دی٬ هرڅوک. هرسړی٬ ضد«هیڅوک»
8.
هراړخیز
ټوله خوا٬ هرخوا٬ ضد«یواړخیز» ( قید)
9.
هرومرو
خاماخا حتمي ( تړونکی٬ قید ) ◊ حالتې قید دی . خاماخا، حتمي، هرومرو به راځې!
10.
هرکله
هرمهال٬ هروخت (مشترک قید)
11.
هرکلی
ښه راغلاست، سلام، هغه خپل مېلمه ته ښه هرکلی وکړ .
12.
هرکلی کول
مصدر دی د هرکلي . ښه راغلاست کول، د مېلمه هرکلی کول ښه دی .
13.
هرګوره
افسوس٬ هرګوره خپل مي اي! (نوم) ◊ ډېر٬ هرګوره ښه ( تفضلي ستاینه ) ◊ په مراعات سره، په لېحاظ سره، هرګوره پېژنم دي که نه نودرسره جوړېدم .
14.
هریړه
ژړ یا تور رنګي یو ډول دوني تخم دی (مؤنث نوم
15.
هسار
زنډ٬ درېده ( کړه نه٬ فعل )
16.
هسارول
زنډول دره ول ( متعد مصدر )
17.
هساریدل
زنډېدل ( مفعولي حالت د مصدر)
18.
هستوګنه
استوګنه، اقامه، پاتي ځای، مېشتېدنه، ستا هستوګنه چیري ده؟
19.
هسي
دغسي٬ دغه ډول ( تړونکی قید ) ◊ قید دی . دغسي،داسي، مفت،خوشي، څرنګه، دی هسي ګډ وو .
20.
هسک
ضد یې ټیټ دی . اوچت، لوړ، جګ ، عالی، هېواد مو هسک غرونه لرري . ◊ جګ٬ لوړ٬ ضد ئي«ټيټ»( ستاینه٬ صفت)