Pashto Garshod [M. S. Wakili]
آ ئ ا ب ت ج خ د ر ز س ش غ ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ ی ۍ ې
و وا وت ود ور وز وس وغ ول ون وه وو وي وڅ وچ وډ وړ وږ وژ وښ وک وګ وڼ وی وې
2. وا
ږغ دی د تعجب . که چایو عجیبه کار کړی وو؛ دا بل ورته ګوري،نو وایي : وا!
3. وا وا
ږغ دی د خوښۍ پرمهال . ډېرښه، بیا، واوا بې بله مسې .
4. واته
وتل ( کړه نه٬ فعل )
5. واج
مال٬ ضد ئي «نغده» (ستاینه٬ صفت )
6. واده
ښځه کول٬ ښادي٬ خوښي (مذکر نوم ) ◊ مېله، نکاح، ښځه کول، دا پرون د درچ واده د چا وو ؟
7. واده کول
مصدر دی د واده . ښځه کول، نکاح کول، واده کول روپۍ غواړي .
8. وار
پلا، ځلي،دوران،نوبت،موقع، څو واره مي ورته ویلي؛ خو په خوله نه دی . ◊ نوبت ( مذکر نوم) ◊ د واري کول فعل دی ( کړه نه ده )
9. وار په وار
تړونکی دی . سوکه سوکه، یوپه بل پسې، کرارکرار،
10. واراخستل
مصدر دی د واري . غچ اخستل، دی خپل واری اخلي .
11. وارخطاکېدل
مصدر دی د وارخطاکېدنګ . ولي به سړی ناحقه وارخطا کېږي .
12. وارخطایي
ډار، وېره، وارخطایي له سړي څخه لار ورکه وي .
13. وارشه
دلیل (مؤنث نوم )
14. وارکول
مصدر دی د وارکونګ . نوبت کول، زه خپل وارکوم .
15. وارکول یا واری کول
مصدر دی د واري . ګوزارکول، ده واری وکی .
16. واری کول
حمله کول (متعد مصدر )
17. وازکه
وازده٬ په غوښو پوري مښتي سپیني ټوټې(نوم)
18. وازګه
دغوښو سپینه، وازده هم ورته وایي . د وازکي خوراک دي چاغه وي .
19. واسکټ
جامه ده،چي لستوڼي نه لري څه لنډ دی پر کمیسه اغوست کېږي .
20. واله
ویاله٬ چي اوبه پکښې بهیږي(مؤنث نوم) ◊ په لاس کارسوی وړوکی کانال د اوبو د راوستلو لپاره .