Pashto Garshod [M. S. Wakili]
آ ئ ا ب ت ج خ د ر ز س ش غ ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ ی ۍ ې
ژ ژا ژب ژر ژغ ژم ژو ژي ژړ ژی
بې مانا انسان ( ستاینه٬ صفت)
3. ژاوله
د ژوولو لپاره یو ډول خميره ( نوم)
4. ژباړل
د ژباړي مصدر دی ( متعد مصدر)
5. ژباړنه
د ژباړلو نوم دی ( مصدري نوم)
6. ژباړه
ترجمه دا مقاله ده ژباړه کړې ده . ◊ یوه ژبه په بلي ژبي سره مانا کول (کړه نه )
7. ژباړونکی
څوک چي ژباړنه کوي ( کړونکی٬ فاعل)
8. ژبه
خبري٬ د یوې ټولنې خبرې ( نوم٬ اسم ) ◊ د انسان په خوله یوه ټوټه غوښه ده چي خبري په کوي ◊ لسان، خبري، دیوه هېواد ژبه چي وګړي په ږغيږي .
9. ژبپوهـ
څوک چي د ژبي عالم وي (نوم٬ اسم)
10. ژبپوهنه
د ژبو پوهه د ژبو علم (نوم٬ اسم) ◊ لینګویستیک ژبپووهنه د ژبي پوهنه ده .
11. ژبښود
ګرامر٬ د ژبي فرهنګ ( نوم٬ اسم)
12. ژبګړي
لغات٬ اصطلاح٬ کلمه (نوم٬ اسم)
13. ژر
تلوار٬ چټک٬ په منډه٬ ضد ئي «کرار» دی (صفت)
14. ژرترژره
په چټکۍ٬ په تلوار٬ په منډه (قیدزمان)
15. ژرنده
مېچن ده چي په اوبو یا په باد یا په ماشین څرخي
16. ژرڅرخند
شی چي ژر څرخي ( کړونکی٬ فاعل)
17. ژغورل
له ستونځي خلاسول ( متعد مصدر)
18. ژغورنه
خلاسون نجات ( مصدري نوم) ◊ نجات٬ ساتنه ژغورنه ( نجات) د خداي له طرفه ده .
19. ژغورونکی
څوک چي بل څوک ژغوري ( فاعل )
20. ژمنه
وعده، قول، لوز تا خو ژمنه راسره وکړه، چي راځې . ◊ ژبه٬ پښتو٬ قول٬ وعده (نوم٬ اسم )