Pashto Garshod [M. S. Wakili]
آ ئ ا ب ت ج خ د ر ز س ش غ ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ ی ۍ ې
ک کا کب کت کج کر کس کش کل کم کن که کو کي کټ کڅ کچ کډ کړ کږ کښ کک کڼ کی کې
2. کا
خارښت، بدن کا کوي، داسي چي ځان ګرويي بدن دي کا لري . ◊ د «کوي» لنډيز دی ( کړه نه٬ فعل ) ◊ کړه یافعل د غایب سړي دی، چي ده کول مصدر څخه راځي .
3. کابو
څه ناڅه، تقریبا، نږدې کابو درې ورځي کېږي، چي ناروغی یم .
4. کاته
لیده٬ سیل ( کړه نه٬ فعل ) ◊ (نوم دی) لیده، کاته د کتلو څخه راځي . ستا کاته ملهم دي راته .
5. کاختي
لوږه٬ بې ډوډۍ ( مؤنث نوم٬ اسم مؤنث )
6. کار
یو شی سر ته رسول ( مذکر نوم٬ اسم مذکر) ◊ کسب، بوختیا، مصروفیت، دنده څه کار کوې؟
7. کارتوس
د توپک مرمۍ (مذکر نوم٬ اسم مذکر)
8. کارغه
کارګه٬ یو ډول تور مرغه دی (مذکر نوم)
9. کارغه یا کارګه
غټ تور الوتونکی مرغه دی . دنړۍ په ګوټ ګوټ کي سته .
10. کاروان
قافله، یوپه بل پسي روان، سلسله، کاروان تېریږي سپي غپېږي .
11. کاروان سرای
دکاروانونو مېشته، دکاروانو تم ځای . په کاروان سرای کي یم .
12. کارکول
مصدر دی د کار، کسب کول کارکول ډېر ښه دی .
13. کارګه
کارغه وګورۍ!
14. کاسه
لوښی چې ډوډې پکښې خوري (مؤنث نوم)
15. کال
۱۲ میاشتي یوکال دی او واحدات يې : ثانیه، دقیقه،ساعت ، ورځ، میاشت دي . ◊ کال دولس میاشتي دی ( مذکر نوم )
16. کالخوا
ولي٬ سرپرست د دغه هلک کالخوا (ولي) څوک دی .
17. کالنی یاکلنی
یو کلیز،دکاله، په کال کي، کلنی عاید دي څو دی؟
18. کاله
کور٬ د کور ټول محتوا ( مذکر نوم )
19. کالهنداره
کالینداره،جنتري،کلیزه دا ده پروسږکالهنداره ده.
20. کالي
د اغوستو کالي، د انسان د اړتیا وړ توکي . تا کالي اغوستي؟