Large Database of Pashto Poetry [Collected by Ahmad Wali Achakzai]
selected terms: 37

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
1. جام بينا ته ورکړه چې يې ډک يوسي تر ځايه ـ جام ورکړه ړانده ته هسې ووايه چې تل دی
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د خوشال خان خټک کليات][Writer:خوشحال خان خټک][Printed by: پېښور، ٢٠٠٨، دانش خپرونديه ټولنه][Volume: دويم چاپ][Chapter:غزلې ][Poem:ی][Page:232][Line:٢٥-٢٤]
2. جام د ميو را په لاس کړه، ساقي گوره! ـ په هر لوري دا زما د غم کرله
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د خوشال خان خټک کليات][Writer:خوشحال خان خټک][Printed by: پېښور، ٢٠٠٨، دانش خپرونديه ټولنه][Volume: دويم چاپ][Chapter:غزلې ][Poem:هـ][Page:202][Line:٢]
3. جام له قلارے او سمندر له طوفان خوند کوی ـ سترگوله مستی خوند کړی اؤ زړۀ له ارمان خوند کوی
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: ][Writer:غني خان][Printed by: پېښور، ٢٠٠٥ ع ، يونيورسټی بک ايجنسی][Volume: اول چاپ][Chapter:کارغان مارغان ][Poem:اے د لېونيانو نيکۀ][Page:٥٤٩][Line:١٤-١٣]
4. جام ئې مات شو مې خانه کښې لېونے ترې غلے پاڅيد ـ زړۀ ئې ډک د رنگه يوړه، دے روان کوڅې ديار له
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: ][Writer:غني خان][Printed by: پېښور، ٢٠٠٥ ع ، يونيورسټی بک ايجنسی][Volume: اول چاپ][Chapter:کارغان مارغان ][Poem:خاورې][Page:٧٠٠][Line:١٦-١٥]
5. جام به د سامان دده محفل کې په گردش شي ـ چا چې شونډې کېښودې په جام د بېنوا
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د حمزه شينواري کليات][Writer:حمزه شينواري][Printed by: د اطلاعات او فرهنگ وزارت، ١٣٨٧ هـ .ل][Volume: ][Chapter: ][Poem:١١٠٣][Page:٩٠٠][Line:١٦-١٥]
6. جام به د وصل بيا رانه کړې ـ که په ژړا درته ټول عمر وژاړمه
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: پښتو لنډۍ][Writer:][Printed by: د افغانستان د علومو اکاډيمی د ژبو او ادبياتو مرکز پښتو ټولنه ١٣٦٣][Volume: ][Chapter: ][Poem:ج][Page:٩٩][Line:١٧]
7. جام به مي تش وي لاس مي تش دى ستونى وچ دى منم ـ ښه دى ملګرو په سراب كي چي كوثر نه يمه
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: کوه طور][Writer:عبدالباري جهاني][Printed by: نارنج خپرندويه ټولنه][Volume: څلرم چاپ - ۱۳۸۷ ش][Chapter: ][Poem:زه پخپله][Page:۱۰٦][Line:۸-۷]
8. جام بُکا سفالي ـ در ته د شاه عالي
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د حمزه شينواري کليات][Writer:حمزه شينواري][Printed by: د اطلاعات او فرهنگ وزارت، ١٣٨٧ هـ .ل][Volume: ][Chapter:څلوريزې ][Poem:سلام][Page:١٦٤٩][Line:١٠-٩]
9. جام د جمشيد خم د سوما که نه وي ـ خو دا ويجاړه ميکده خو لرو
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: ورکه مېنه][Writer:عبدالباري جهاني][Printed by: صحاف نشراتي مؤسسه][Volume: اووم چاپ - ١٣٨٨ هـ ش][Chapter: ][Poem:پير مُغان][Page:۸۱][Line:٦-۵]
10. جام د جمشيد دې رب نصيب که ـ د سليمان نگين دې ستا په گوته وينه
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: پښتو لنډۍ][Writer:][Printed by: د افغانستان د علومو اکاډيمی د ژبو او ادبياتو مرکز پښتو ټولنه ١٣٦٣][Volume: ][Chapter: ][Poem:ج][Page:١٠٠][Line:١]
11. جام د جمشيد مې پکې بياموند ـ چې مې کتاب دعاشقۍ ولټاونه
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: پښتو لنډۍ][Writer:][Printed by: د افغانستان د علومو اکاډيمی د ژبو او ادبياتو مرکز پښتو ټولنه ١٣٦٣][Volume: ][Chapter: ][Poem:ج][Page:٩٩][Line:١٨]
12. جام د زړه، له هوا ډک دی څوک يې څه کا ـ تش په شان چې د حباب شومه نسکور يم
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د حمزه شينواري کليات ][Writer:حمزه شينواري][Printed by: د اطلااعات او فرهنگ وزارت ، ١٣٨٧ هـ. ل][Volume: ][Chapter: ][Poem:٨٠][Page:٤٧][Line:٣]
13. جام د لاله شونډې کړې ماتی ـ چې يې تورخال په شونډو ستا ليدمينه
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: پښتو لنډۍ][Writer:][Printed by: د افغانستان د علومو اکاډيمی د ژبو او ادبياتو مرکز پښتو ټولنه ١٣٦٣][Volume: ][Chapter: ][Poem:ج][Page:١٠٠][Line:٢]
14. جام د ميو چې دځان په وينو مومم ـ ترو زلال که جگرخون دی نه پوهېږم
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د رحمان بابا کليات][Writer:رحمان بابا][Printed by: پېښور،٢٠٠٥، دانش خپرونديه ټولنه][Volume: اول چاپ][Chapter:غزل ][Poem:م][Page:٢١٢][Line:٨-٧]
15. جام د ميو دی يا رقص د خوبانو ـ په هر ځای چې وبله جمع شي عشاق
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د رحمان بابا کليات][Writer:رحمان بابا][Printed by: پېښور،٢٠٠٥، دانش خپرونديه ټولنه][Volume: اول چاپ][Chapter:غزل ][Poem:ق][Page:١٨٣][Line:٦-٥]
16. جام د ميو چې غمخور د کل جهان شه ـ زه به اوسم په دا غم کې تا به کی
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د رحمان بابا کليات][Writer:رحمان بابا][Printed by: پېښور،٢٠٠٥، دانش خپرونديه ټولنه][Volume: اول چاپ][Chapter:غزل ][Poem:ی][Page:٣٩٦][Line:٨-٧]
17. جام دې دپښتون وي خو باده دې يثربي وي ـ وي دا دې اصول او د حمزه دې يارانه
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د حمزه شينواري کليات][Writer:حمزه شينواري][Printed by: د اطلاعات او فرهنگ وزارت، ١٣٨٧ هـ .ل][Volume: ][Chapter: ][Poem:١٢١٥][Page:٩٩٠][Line:١٤-١٣]
18. جام دې راته ونيوه ساقي دزړو ميو ـ سترگې کړه راپورته چې پيدا نوی سرور کا
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د حمزه شينواري کليات][Writer:حمزه شينواري][Printed by: د اطلاعات او فرهنگ وزارت، ١٣٨٧ هـ .ل][Volume: ][Chapter: ][Poem:٩٨٢][Page:٧٩٧][Line:٢٠-١٩]
19. جام دې نوی وي زاړه شراب په کار دي ـ په تازه بندش کې زوړ مضمون په کار دی
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د حمزه شينواري کليات ][Writer:حمزه شينواري][Printed by: د اطلااعات او فرهنگ وزارت ، ١٣٨٧ هـ. ل][Volume: ][Chapter: ][Poem:١١٩][Page:٧١][Line:١٠-٩]
20. جام دې نوی وي، زاړه شراب په کار دي ـ په تازه بندش کې زوړ مضمون په کار دی
[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د حمزه شينواري کليات ][Writer:حمزه شينواري][Printed by: د اطلااعات او فرهنگ وزارت ، ١٣٨٧ هـ. ل][Volume: ][Chapter: ][Poem:٤٦٥][Page:٣٥٣][Line:١٤-١٣]