Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ات اح ار اس اش ان او اي اک اې
selected terms: 17

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
اتام ډوډۍ ده. اتام مقدس دئ، په اتام قسم هم کيږي. وايي (اول اتام، بيا کلام). قبيلوي سړی چي د چا ډوډۍ وخوري، پر ذمه د دوستۍ يوه وجيبه اخلي. دا چي وايي اتام تر کلام دمخه دئ، مفهوم ئې دا دئ، چي More…
2. اتڼ
اتڼ ګډه نڅا ده، خو په قومي جګړه کي ځوانان د اتڼ په ډول و جګړې ته ځي. کله چي چغه وسي، هر څوک مکلف دئ، چي د اتڼ کړۍ ته داخل سي او قومي جګړې ته ولاړ سي. اتڼ په هغه خاص مفهوم چي په پښتنو کي More…
3. احمدزی پور
احمدزي يوه قبيله ده، چي د سلېمانخېل، خېل بلل کيږي. د دې قبيلې مرکه ډېره درنه بلل کيږي او فيصله ئې نه ماتېدونکې ده. د دغسي قبيلې پور هم دغومره سخت دئ. په پښتني قبيلو کي دا په حقوقي ساحه کي More…
4. اربکی
قومي سپايي ته اربکی وايي. (په پکتيا کي) اربکی هغه موظف سړی دئ، چي د جرګې فيصلې د تطبيق په صحنه کي څاري او که څوک د قومي فيصلې څخه سر وغړوي، اربکی مجازات ور کوي. دغه مجازات نو د مجرم د کور More…
5. ارتينه
ارتينه (ماندينه) ده. په حقوقي لحاظ ارتينه تر مېړه کښته موقف لري. دا کلمه د تابع او کمزوره دپاره هم استعماليږي. مثلاً وايي: (پلانکی مي ارتينه هم نه ده). په لغوي لحاظ د ښځي معنا هم لري. د More…
6. اسيل (اصيل)
په قبيلوي اشرافيت کي اسيل د عربي د (اصيل) په مفهوم ور کوي. هغه سړی يا قبيله چي اسيل وبلل سي، نو پر نورو تفوق لري. په متل کي وايي: (اسيل خطا نه لري، کم اسل (اصل) وفا نه لري). د دې متل مفهوم More…
7. اشر
په قبيله کي عمومي کارونه په ګډه کولو ته اشر وايي. ځيني خلک دا کلمه د عربي د حشر څخه راوتلې بولي، ولي دا کلمه پوره آريايي کلمه ده. په اشر کي د کلي ټول ځوانان نارينه ګډون کوي او په ځينو سيمو More…
8. اشرباڼی
هغه سړی چي د اشر له پاره ټاکل کيږي، اشرباڼی بلل کيږي. په عامو خدمتونو کي برخه اخيستونکي ته اشرباڼی ويل کيږي. کوم حيوان چي د سړي په عوض اشر ته لېږل کيږي، هغه اشرباڼی بولي. هغه اشر چي د ټول More…
9. انعام خواره
د شيخ ملي د مځکو وېش چي په مامندو کي وسو، نو د دې وېش دپاره د مغلو په وخت کي بيا د انګلېسيانو د تسلط په وخت کي د ماتېدو کوښښ وسو، خو مامندو دغه عنعنه پرې نه ښووله او مځکي به په ټاکلو وختونو More…
10. اوجره
څوک چي کلا لري، هغه به اوجره هم لري. اوجره د مېلمه او مجلس له پاره خاص ځای دئ. په اوجره کي د کار او روزګار دپاره تصميمونه هم نيول کيږي. د خانانو په اوجرو کي د ټنګ ټکور مجلسونه هم جوړيږي. More…
11. اور
اور مقدس دئ او په اور لوړه (سوګند) کيږي. د اور وژلو اصطلاح د قبيلې د تباه کېدلو مفهوم ور کوي. په لرغونو قبيلو کي به چي چپاوي يرغلونه کېدل، نو ډېر لوی زيان دا وو، چي اور به ئې ور مړ کړ. د More…
12. اوه (اووه) سره پرېکول
د مړي (قتل) او مځکي په دعوه کي منکر ته اووه قسمه ور کول کيږي. دا اووه قسمه به هغه کسان اخلي، چي د منکر سره ئې د ورمېږ وينه شريکه وي. دې ته اووه سره پرېکول وايي. کله چي يو سړی د بل په مځکه More…
13. اوپره
د نورو قبيلو هغه خلک چي د کومي قبيلې سره اوسي او د دغي قبيلې په کلي کي مځکي و نه لري، اوپره بلل کيږي. اوپره ته د کم اصل په سترګه نه کتل کيږي، ٍيعني قبيلوي هويت ئې معلوم وي، خو د يوې قوي More…
14. ايسار
يو سړی په محاصره نيولو ته ايسار وايي. کله چي يو سړی خپل مدعي په لار کي را وګرځوي، دې ته ايسارول وايي، خو که بې موجبه کوم څوک دا کار وکړي، هغه ته په قبيلوي حقوقي تعاملاتو کي ناغه متوجه کيږي. More…
15. ايچلي
ايلچي هغه قومي نماينده دئ، چي د دوو قبيلو تر منځ د ټاکلي قبيلې له خوا د مفاهمې دپاره موظف کيږي. ايلچي مصوئنيت لري، متل: (ايلچي لره نه بند سته، نه زندان). ايلچي ته په سپکه سترګه کتل هم يو More…
16. اکا
اکا ته کاکا هم وايي. اکا د پلار ورور ته ويل کيږي، خو په عامه اصطلاح هر مشر سړی چي د پلار په عمر وي، اکا بلل کيږي. اکا بالعموم وصي کيږي، نو ځکه په ميراث کي د ډېري مداخلې واک لري. څرنګه چي په More…
17. اېل
اېل د رام، تابع او منقا مفهوم ور کوي او د ياغي ضد کلمه ده، چي غالباً ترکی ريښه لري. کله چي دوې قبيلې په جګړه سره اخته سي، نو قوي قبيله چي کمزورې قبيله ماته کړي او ماته سوې قبيله د زوروري More…