Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تور تول توي توپ
selected terms: 7

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
1. تور
تور متهم ته وايي. کوم څوک چي د جرم مرتکب سي، نو مجرم ته تور وايي. تور تر تعقيب لاندي وي او کولای سي، چي د ننواتي په وسيله جرګه جوړه کړي او مقابل طرف ته په ناغه ور کولو سره بيرته ځان سپين More…
که کوم تور (مجرم) د سپين (خپلوانو) کره ځان پناه کړي، نو هغه کولای سي، چي تر دوو کالو پوري هغه وساتي، خو دوه کاله وروسته بايد دغه تور له خپل کوره وشړي او که دا کار و نه کړي، نو د تور د مدعي More…
3. تور سرې
تور سرې د ښځي مفهوم لري. په ځينو قبيلوي پېښو کي چي تور سرې په ننواتي ولېږل سي، نو دښمن هم بخښل کيږي. کنايتاً هره ښځه تور سرې بلل کيږي. دا نوم تر هغه وخته پوري د دې ملګری دئ، چي سر ئې More…
4. تور ګوند
د سپين ګوند په مقابل کي د خېلونو ډله ده. په کرلاړي يه کرلاڼي قبيلو کي منګل، ځاځي، مندوزي، څمکني او مقبل؛ او په غلجي قبيلو کي توتاخېل، خروټي، اندړ، بنوزي او سهاک د تور ګوند غړي دي. په مروتي More…
5. توره
توره هم وسله ده او د غيرت په مفهوم استعماليږي. د توري خاوند د باغيرته او جنګيالي مفهوم ور کوي. توره مقدسه ده او سپکوالۍ ئې ناغه لري. په توره قسم کيږي او کله چي کوم سړي ښځه غوښتې وي او بيا More…
6. توره او سپينه
د دوو خېلونو يا کورنيو تر منځ پر يوه متنازع‌فيها مسأله خبري معلومولو ته توره او سپينه وايي. مثلاً وايي: (جلات د جمال سره توره او سپينه وکړه). د مېلمه‌پالني په برخه کي دا اصطلاح هغه وخت More…
7. توريان
توريان تور رنګه خلک دي، چي د پښتنو په ټولو سيمو کي ګرځنده ژوند لري. دوی هم د قبيلوي ژوندانه په اشرافيت کي کښته مقام لري او د نورو کښتو اقليتونو لکه د جټانو په شان خپل تر مينځ دودونه، More…