د مرکې پر فيصله نه قناعت او د بلي مرکې يا جرګې غوښتنه تخم بلل کيږي. دا اصطلاح د پکتيا په ځدراڼو کي ده. يو سړی تر درو مرکو پوري حق لري او کولای سي چي د تخم له حق څخه استفاده وکړي او تر هغه More…
کاکا تره دئ، چي په لوېديځه خوا کي اکا ورته وايي. د تره او وراره په منځ کي جوړه چندان نه کيږي او په عامه اصطلاح کي تره د وراره په حق کي تېری کوونکی بلل کيږي. په خاص ډول د ميراث د وېش پر More…
ترکاڼ (نجار) هغه سړی دئ، چي د لرګو څخه ور، کړکۍ او نور د لرګو شيان جوړوي. ترکاڼ تر ډم وروسته موقف لري او په قبيلوي اشرافيت کي ئې مقام ټيټ دئ. ترکاڼي هر سړی نه کوي، په قبيله کي د نورو ليري More…
تله ترازو دئ او ترازو د عدل مفهوم ور کوي. په قبيلوي تعاملاتو کي تله د تول او نرخ په مفهوم راځي. متل: (تله د چا مخ او څټ نه ګوري). دا چي وايي (د نرخ په تله ئې را سره معلومه که) مطلب دا دئ، More…
توره هم وسله ده او د غيرت په مفهوم استعماليږي. د توري خاوند د باغيرته او جنګيالي مفهوم ور کوي. توره مقدسه ده او سپکوالۍ ئې ناغه لري. په توره قسم کيږي او کله چي کوم سړي ښځه غوښتې وي او بيا More…
د دوو خېلونو يا کورنيو تر منځ پر يوه متنازعفيها مسأله خبري معلومولو ته توره او سپينه وايي. مثلاً وايي: (جلات د جمال سره توره او سپينه وکړه). د مېلمهپالني په برخه کي دا اصطلاح هغه وخت More…
تول د وزن معنا لري، هو د قبيلې په عرفي حقوقي تعامل کي د قانون مفهوم ور کوي. تول د نرخ پر ځای هم استعماليږي. په جرګه کي هغه کسان چي د قبيلوي نرخ يعني قانون څخه خبر وي، هغه نوخيان بولي. More…