Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
جر جم جو جګ
selected terms: 6

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
قومي غونډه چي د فيصلې صلاحيت لري او حکم ئې د منلو وړ وي. په عام ډول د جرګې اصطلاح پر هره غونډه کيږي، کوم چي د قبيلوي مسألو د حل له پاره جوړيږي. دلته د جرګې او مرکې مفهوم يو دئ، خو په خاص ډول More…
د اسلامي عبادت ځای ته جمات وايي. څرنګه چي جمات ته قبيلوي خلک په تقدس قايل دي، نو اکثره کوچنۍ مرکې او جوړي په جمات کي کيږي. کله چي مرکه په جمات کي دايريږي، نو د خيرات له پاره د يو پسه يا More…
3. جمع (جمه)
د ځدراڼو په اصطلاح کي جمع يا جمه د جوړي او روغي ټولني ته وايي. هغه ټولنه چي د پرېکړي په منظور جوړيږي، هغه جمع بولي. جمع د جرګې او مرکې په مفهوم هم اخلي، خو دا کلمه محلي رنګ لري او هر څه چي More…
4. جولا
جولا کليوال اودونکی (اوبدونکی) دئ. په قبيلوي ساحه کي د جولا موقف د پښ او چچګر سره يو شی دئ. د قبيلې عام خلک د جولاګانو سره د واده دوستۍ نه کوي. د جت او جولا نوم يو ځای ياديږي. جولاګان خپل More…
5. جوړه
د روغي مفهوم ور کوي. په عمومي ډول کله چي دوې خواوي د مرکې په پرېکړه قناعت وکړي، دې ته جوړه وايي. په دې ځای کي جوړه او روغه دا توپير لري، چي جوړه د مرکې په پرېکړه قناعت دئ او روغه د جرګې په More…
6. جګړه
د مرګ ټپ او ژوبلي عمل که د دوو کسو تر منځ پېش سي او که د ډېرو تر منځ واقع سي، جګړه بلل کيږي. جګړه يو خاصمانه عمل دئ، چي دښمني منځ ته راوړي او په دغسي صحنه کي د دوستۍ بيرته اعاده جرګې او More…