Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې
selected terms: 50

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
احمدزي يوه مشهوره قبيله ده، چي د غلجي په ټبر کي راځي او ګوند ئې سپين دئ. د احمدزي تیږه او نرخ ډیر دروند دئ، یعني پرې کړه ئې نه ماتیږي. لکه د احمدزي پور ثابت دئ ، نرخ ئې هم ثابت مقررات لري More…
په بدرګه چي څوک د کوم تور سره روان وي ، که د تور د مدعي له خوا د بدرګي مخه ونیول سي باید یو پسه او درې سوه روپۍ تاوان ورکړي او دا کار تر درې واره پوري په عیني شکل تاوان لري، خو که تر درې More…
3. د بدن د غړو تاوان
د احمدزیو د عیسی خیلو د نرخ له مخي د بدن د غړو د پرې کولو او ټپ پور په لاندي ډول کیږي. سترګه: يوه ئې نيم خون، دوې ئې يو پور، خون. پزه: نيم خون. غوږ: يو غوږ نيم خون، دوه غوږه يو پوره خون. More…
4. د بیرغونو سپارل
کله چي د يوې مهمي پېښي پر وخت بېل بېل خېلونه سره را ټول سي، نو د انتظام له پاره د یو خېل مشر د ټولو په حیث وټاکي. څرنګه چي هر خېل ځانته بیرغ لري،. نو کله چي دا نور خېلونه د یوه خېل مشر خپل More…
5. د تورو بیرغونو جرګه
د تورو بیرغونو جرګه په اپرېدیو کي رواج لري او دا جرګه ډېره درنه او د ستر صلاحیت لرونکي ده. د تورو بیرغونو جرګه په مهمو وختونو کي جوړیږي او د جرګې تصمیم باید د ټولو له خوا هوبه هوا اجرا سي. More…
6. د توري شپې شاهدي
هغه مجهوله شاهدي چي عقل ئې نه مني، د توري شپې شاهدي بلل کيږي، يو شاهد بايد کره دلايل ووايي او دا دلايل ئې بايد د مرکې په وړاندي د منلو وړ وي او که داسي نه وي نو د توري شپې شاهدي نه قبليږي. More…
7. د توري شپې چغه
د توري شپې چغه د نیمي شپې د ناري سره څه توپیر نه لري. دا چغه هم هغه په خاص آهنګ د ډول در زاده، چي د خلګو د خبرېدو له پاره وهل کیږي او دا کار د یوې مهمي پیښي په وخت کي ترسره کیږي. په دې کي More…
8. د تېغ لوړه
په تېغ هم لوړه کیږي، دانو د توري څخه نیولې تر چړې پوري هر څه چي وي په هغه قسم ورکول کیږي. څوک په ناحقه د تېغ لوړه نه کوي او که چیري يې په دروغو دغه لوړه وکړه، نو سربېره پر دې چي په هغه خپله More…
9. د خبرو تیږه
دا تیږه کوم ټاکلی وخت نه لري. کله چي دغسي تیږه کښېښوول سي نو ضامنګړي ترمنځ ټاکل کیږي. کله چي دا تیږه ماتیږي، نو دواړي مدعي خواوي یو و بل ته خبر سره ورکوي او دښمني له سره نوې سي . دوی More…
10. د خونبها په مقابل کي د ښځو د ورکړي اندازه
که د خونبها په مقابل کي ښځه ورکول کیږي، نو ولورد خونبها څخه ایستل کیږي او باقي پیسې ورکول کیږي. په دې اړه کي د (ګوت لکۍ) په برخه کي د ولور دوې برخي او د (روڼي) په مقابل کي د ولور دريېمه More…
11. د رزمک څلور نرخیان
په وزیرو کي وايي چي د دوزیرو نرخ د رزمک څلورو نرخیانو د شاه جهان (۱۰۳۷ ـ ۱۰۶۸ هـ ق) په وخت کي ایښي دي . دا څلور نرخیان داکسان وو. ۱ـ کاجي: کابل خېل اتمانزي وزیر د مرغې اوسېدونکي. ۲ـ راجي: More…
12. د سپي تاوان
سپی چي د کور او مال محافظ دئ، وژل ئې مجاز نه دي. که یو څوک قصداً د بل چا سپی مړ کړي باید د یوه خون په اندازه تاوان ورکړي او یا د سپي په عوض د سپي د خاوند له خوا که دغه سړی مړ سي پور نه لري. More…
13. د سپین ږیري غله جزا
که سپین ږیری پر غلا ونیول سي هغه ته نوره سزا نه ورکوي صرف ږیره، باڼه، او بریتونه يې ورخريي او نور يې ایله کوي. دا ډېر بد مجازات دي او کوم چاته چي دا مجازت په نصیب سي هغه ځانته مرګ غواړي خو More…
14. د عیسی نرخ
عیسی د احمدزو د لومړي نیکه احمد بابا کشر زوی و. احمد بابا لا ژوندی و چي دده زامنو وېش وکړ، نو څنګه چي عیسی ته يې لږ برخه ورکړې وه احمد بابا خبر سو او نو زامن يې مکلف کړل چي د خپلي برخي څخه More…
15. د عیسی په نرخ د خونبها اندازه
د خون اندازه د هر ځای د نرخ سره برابره تړل کیږي. کله چي یو ووژل سي، نو د قاتل څخه په ټاکلي نرخ خونبها اخیستل کیږي البته داخونبها د ننواتي له مراتبو څخه وروسته ورکول کیږي. داحمد زیو د عیسی More…
16. د لښکر چغه
د لښکر چغه په بحراني وخت کي کیږي. لومړی ډولچي پر یوه لوړه ودریږي او په یوه خاص اهنګ کي ډول ووهي. د دغه اهنګ سره د قبیلې خلک آشنادي او هر څوک چي يې اوري هغه د وسلې سره د ډول ځای ته ځان رسوي. More…
17. د مرکچې د بې حرمتی تاوان
هغه کسان چي په مرکه کي کښیني د سپین ږیري په نامه یادیږي د دوی حیثیت مصؤن دئ. که څوک د مرکې په جریان کي دغسي یو سپين ږیری بې عزته کړي دا سړی باید تاوان ورکړي. د احمدزیو د عیسی خېلو په نرخ More…
18. د ملامت برمته
څوک چي د مرکې له خوا ملامت سي او د مرکې فیصله ومني، نو برمته يې نه ورکول کیږي. وايي: (د پړ برمته نه ورکول کیږي) دا د نرخ فیصله ده . برمته په همدغه منظور د دعوي د دواړو خواو څخه اخیستل کیږي More…
19. د موسی نرخ
موسی د عیسی ورور او د احمد بابا مشر زوی دئ. وايي چي پخوا د موسی نرخ هم و، خو اوس د عیسی نرخ عام رواج لري. کله چي جرګه یامرکه کیږي وايي چي د موسی په نرخ يې راسره کوي که د عیسی؟ خو د عیسی په More…
20. د مړوښي بدله
دا یو ډېر دروند جرم دئ او پور يې بېله مرګه په بل څه نه کیږي. څوک چي مړوښي ښځه تښتوي هغه یو دروند پور ذمه اخلي. د مړوښي ښځي پور اوه سره دئ. په دې معنی که کوم څوک دا ښځه وتښتوي هغه وژل کیږي. More…