ساري د برابر او مساوي په مفهوم راځي. د تعاملي قوانینو په وړاندي نراو ښځه ساري دي. بدله د ساري په قانون اخیستل کیږي. د پښتو په شفاهي داستان کي د ولیجان او موسی جان داستان د ساري ښه مثال More…
ساز د جوړي سره تژدي مفهوم ورکوي. د تېرا په اپرېدو کي د مړي دیت ته هم ساز وايي(۱) ساز ورکوونکی یعني جوړه غوښتونکی به د ننواتي د خلکو سره قران پر سر نیسي او په بل لاس کي به یوڅه پیسې (دديت په More…
سر پرې کول د قسم ور کولو او قسم اخيستلو په مورد کي استعماليږي. وايي پلانکي سر پرې کړ، يعني قسم ئې وخود، سر پرې کول يعني قسم اخيستل. لوړه کول او سر پرې کول دواړه يو مفهوم لري، يو چا ته هغه More…
سرخېل د قبيلې مشر ته وايي. هره قبيله سرخېل لري، سرخېل د (مير) سره نژدې مفهوم اقاده کوي او خان ته هم سرخېل ويل کيږي. سرخېل جرګه او مرکه را غواړي او په هغو قبيلو کي چي قدرت ئې پر نورو قليلو More…
سلاته دا ده چي په يوه کورنۍ کي داسي نارينه پاته سي چي هغه د ننګ او مېړاني پروا نه لري او غيرت او توري څخه خلاص وي. قبيلوي خلک وايي چي (مړانه ښه ده، خو سلاته ډېره بده ده). په ميراته کي More…
سم د سپين سره نژدې مفهوم لري، خو توپير ئې دا دئ چي هر سم سپين دئ، ولي هم سپين سم نه بلل کيږي. سموالی دا دئ چي د قبيلې قانون به مني، سم د بدو بېزاره ته ويل کي.ي. مردهګان يعني مړه ټوله سم More…
سيالي قبيلوي رقابت دئ او په عام ډول هم د رقابت معنی لري. کله چي خپلونه يا خپلخانې يا افراد يو د بل په سيالۍ کي سره ودريږي، نو که د توري پر ځای او که د مصرف پر ځای وي، خپل نهايي کوښښ کوي چي More…
په مامندو کي د مځکي د وېش په برخه کي سيريخواره هغه دي چي مځکه ئې نه وېشل کيږي، يوازي غير سيري خواره له خپلي علاقې څخه د پچي تر کېدو وروسته کډه کوي او دا پچه په لسو يا دوولس يا شلو کالو کي More…