Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
شا شر شل شم شو شي
selected terms: 10

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
شاري ويونکي ته شارګر ويل کيږي. شارګر د شاعر مفهوم ور کوي، خو هغه شاعر ته ويل کيږي بالبديهه شعر په آواز وايي. شارګران په وزيرستان او پکتيا کي د نامه خاوندان دي او په هره مېلمستيا او د خوښۍ په More…
بالبداهه شعر ته شارۍ وايي. په خوست، ځدراڼو، منګلو او وزيرو کي شارۍ په مجلسونو او د خوښۍ په محافلو کي ويل کيږي. دا اکثراً سوال او جواب وي چي د دوو شاعرانو تر منځ ويل کيږي. په (بنو) کي شارۍ More…
3. شر
شر لفظي جګړه ده کله چي د دوو کورنيو يا دوو قبيلو تر منځ اختلاف په لفظي ساحه کي شدت ته ورسيږي، دا شر دئ او که د لاس لوېدلو ته ورسيږي، نو جنګ او جګړه بلل کيږي. هغه سړی چي شر کوي، شرير ورته More…
4. شرم
شرم چي په لفظي معنا د حيا مفهوم ور کوي خو په تعاملاتي قانون کي هغه يو تاديه ده چي د ګرم (ملامت) له خوا هغه چا ته ور کول کيږي چي ګرمه په سوې وي. شرم بالعموم په اخلاقي مواردو کي منځ ته راځي، More…
5. شلاونډ
د کندهار او هلمند په اصطلاح کي شلاونډ د وېش سره نژدې مفهوم لري. کله چي د يوه ټاکلي کار له پاره مصرف تعين سي، نو هغه پر کورو ووېشل سي، يعني هر کور بايد يو څه ور کړي، دې ته شلاونډ ويل کيږي. More…
6. شلګون
په تېرا کي د پټ سوي مجرم د پيدا کولو دپاره مؤظفه ټولګۍ شلګون بولي. کله چي يو مجرم د جرم تر ارتکاب وروسته ورک سي، نو د قبيلې سپين‌ږيري په ګډه څو کسه ټاکي چي مجرم پيدا کړي، دغه ډلي ته شلګون More…
7. شمله
د پټکي يا پګړۍ سر او پای ته شمله ويل کيږي (۱). په عمومي ډول د پټکي هغه سر چي د بګړۍ د ولونو پر سر نېغه درول کيږي، هغه شمله ده. په عامه اصطلاح کي شمله د نارينه‌توب علامه او نخښه ده. د غيرت More…
8. شومی نيول
شومی نيول د مړۍ يا ډوډۍ څخه لاس نيولو سره يو مفهوم لري. د روغي او جوړي له پاره کله کله داسي کيږي چي څو کسه د ننواتي په شان د هغه چا کره ورځي چي د ور رسېدلي زيان د غچ له پاره هيڅ جوړي ته نه More…
9. شوکه
په اپريدو کي شوکه په دې مفهوم استعماليږي چي د يو چا څخه په لار کي په زوره مال واخيستل سي، البته د مال خاوند بايد ټپي او زخمي نه سي. شوکه يو جرم دئ چي مجرم ته ئې د ټاکلي نرخ سره مجازات ور More…
10. شيګړه
په مومندو او شينوارو کي د شينګړي يا شينګړۍ په نامه او خوست او ځدراڼو کي د شيګړي په تلفظ هغي ښځي ته ويل کيږي چي تښتندوکې وي. کومه ښځه چي کوم سړي ته په نامه سوې وي او بې د پلار او ورور له More…