ليار يا لار (قبيلوي قانون) ته هم وايي. کله چي يو قبيلوي سړی وايي چي (لار را سره وکړه)، مطلب ئط دا دئ چي پر قانون را سره ولاړ سه. ليار يا لار يوه عمومي اصطلاح ده چي په ختيځو، جنوبي او لوېديځو More…
لار وهل د غلا په معنا راځي، خو هغه غلا چي د لارو څخه وسي، يعني په لار کي غلا ور څخه وسي. لار وهل سخت جرم دئ، ځکه لار مصؤنه ده او هر څوک چي دغه مصؤنيت ورانوي، قبيلوي قانون هغه محکوموي او په More…
لاس لګول د جنګ او جګړې مفهوم لري، خو هغه جنګ چي د دوو يا څو کسو تر منځ وسي او وسله پکښي استعمال نه سي. د لاس لګولو په پېښه کي مرکه نه را ټوليږي، خو که د دغه لاس لګولو څخه زيان پېښ وي او ټپ More…
لغړ پيران يا لغړي پيران په خوست کي يوه قبيله ده چي سيدان هم بلل سوي دي. په قومي او قبيلوي پېښو کي د لغړو پيرانو شفاعت د لويو بخښنو موجب ګرځي. لغړي پيران او پړ په قبيله کي د پخوا څخه يو له More…
په لفظي لحاظ لمن د (دامن) معنا ور کويو خو په اصطلاح کي د عذر، عفوي، پنا او ادارې مفهوم ور څخه اخيستل کيږي. (په لمن کي ور لوېدل) اصطلاح دا مفهوم لري چي پنا ئې ځني وغوښتله. پلانکی لويه لمن More…
هغه پيران او سيدان چي شکرانې اخلي، نو لنګر هم لري. د پير او سيد د دعا او تعويذ له پاره په دغو لنګرونو کي محتاج خلک اوسي، تر څو ئې کار خلاصيږي. په لنګر کي ډوډۍ ور کول کيږي او په هغه لنګر کي More…
لوټول، تاراجولو ته وايي. په قومي بديو کي کله کله د لوټولو يا لوټمار عمل هم کيږي. هغه داسي وي چي پر کور يا قافله حمله وسي او هر څه چي ور سره وي، هغه ځني يوسي. په عادي وخت کي د کورنيو په بدۍ More…
له يو چا څخه کالي ايستل، لڅول دي، خو کنايتاً د غلا مفهوم هم ور کوي. دغه عمل که د غلا په منظور سوی وي، نو د غلا په کټګورۍ کي ئې د مرتکب له پاره تاوان ټاکل کيږي، خو که د بېعزتۍ په لحاظ سوی More…