ناغه جريمه ده چي د جرم په مقابل کي بايد د مجرم له خوا تاديه سي. په نرخ کي د جرايمو له پاره د ناغې حدود ټاکل سوي وي، خو په هغو مواردو کي چي جرم ډېر دروند وي يا په يوه نوې طريقه جرم عملي سوی More…
ناموس په عامه اصطلاح ښځه ده، په لومړۍ درجه کي ماندينه بيا مور، خور او نور د ناموس په سلسله کي راځي، حتی د زانګو کوچنۍ نجلۍ هم په ناموس کي راځي. د يو چا د ناموس بېاحترامي کول غټه ګناه ده او More…
د کلي دلاک، نايي بلل کيږي. نايي هم په قبيلوي ټولنه کي کښته موقف لري. قبيلوي اشرافيت نايي ته د کلي له خوا په کال کي د فصل پر سر يوه اجوره ټاکي، خو نور د قبيلوي حقوقو څخه پوره برخه نه لري، More…
قبيلوي مسلح مړي ته نايک هم ويل کيږي، په مغولي دوران کي شريف او اصلزاده ته نياک ويل کېدی (۱) او کېدای سي چي دا کلمه دي له هغو وختو څخه پاته سوې وي. استاد پوهاند رشاد په خپل يادداښت کي وايي More…
د قبيلوي حقوقي او جزايي تعاملاتو قانون ته نرخ ويل کيږي.نرخ يو عام مفهوم افاده کوي، چي د هغه په چوکاټ کي د ټولو جرايمو حدود او د مجازاتو انواع او دودونه معلوم دي. ځيني قبيلې ځان ته نرخونه More…
ننواتي د معذرت غوښتلو يو خاص رسم دئ، چي د پښتو په قبيلوي تعاملاتو کي ډېر مهم ځای لري. ننواتي په هره هغه پېښه کي چي پړه او ملامتي او واقع سوي وي، د متهم له خوا مقابل لوري ته کيږي، خو په More…
نه ګونه د غلا د تاوان معياري حد دئ. هر څوک چي هر شی غلا کړي، بايد تاوان ئې نه چنده ور کړي. دا د قبيلوي نرخ يوه ثابته مقرره ده. که غويی غلا کړي، تاوان ئې نه غوايي دي،که پسه غلا کړي يا بل هر More…
نېک د مړي د ديت دپاره استعماليږي او د ساز سره نژدې مفهوم لري. په وزيرستان او کاکړو کي د ساز پر ځای نېک استعماليږي او دا هغه ديت دئ چي د قاتل له خوا د مقتول ورثې ته ور کول کيږيږپه وزيرستان More…