Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
وا ور ول ون وي وې
selected terms: 14

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
د نر او ښځي نکاح ته واده ويل کيږي. د واده محفل ته هم واده وايي. خرڅ ته هم کنايتاً واده ويل کيږي. په حقوقي ساحه کي هر نارينه او ښځه د واده حق لري، خو دا واده ئې بايد د قبيلوي عرف په ساحه کي More…
دا د پړي په غاړه کي اچولو په شان يو رسم دئ، چي مغلوب ئې د غالب په وړاندي پر ځای کوي. کله چي په قبيلوي جګړو کي يوه فيصله ماته سي، نو د هغې مشر يا مشران د فتح قبيلې مشرانو ته واښه په خوله کي More…
3. واک
واک د اختيار مفهوم لري. هر قبيلوي سړی د واک خاوند دئ. د واک حدود په نرخ کي ټاکلی دئ. د نرخ څخه دباندي د واک څخه د استفادې حق چا ته نه سته. واک عموماً د مرکې په وخت کي استعماليږي. کله کله يو More…
4. ورشو
ورشو د (چراګاه) او څړځای مفهوم ور کوي. ورشو د کوچيانو د څړ له پاره ټاکلی ځای دئ. پر ورشو تېری يا د بل ورشوته خپل سامانونه خوشي کول، يو تېری دئ چي په نرخ کي تاوان لري. ورشو يوه ډېره لرغونې More…
5. ورټه
ورټه په وزيرو کي د قضاض په مفهوم استعماليږي. ورټه د مقتول د ورثې حق دئ. د ورټې پرېښوول بې‌غيرتي ده. ورټه په عام ډول هغه قصاص دئ چي د ټپ د تاوان په مورد کي هم استعماليږي، مثلاً لاس د لاس او More…
6. ورکه
د مال ورکېدلو ته ورکه وايي. په قبيلو کي چي د چا ورکه وسي، د کلي ټول خلګ بايد د ورکي په پيدا کېدو کي مرسته ور سره وکړي. د ورکي خاوند د سپين‌ږيرو په اجازه کولای سي چي د هغه چا کور تلاشي کړي More…
7. ولجه
له يو چا څخه د غنيمت په ډول مال اخيستلو ته ولجه ويل کيږي. د دښمن څخه ولجه اخيستل د رواج مخالف کار دئ، خو په قبيله کي د بديدار څخه ولجه اخيستل د ولسي نرخ څخه مخالف کار دئ. په لار کي که کوم More…
8. وله/ ولۍ
وله يا ولۍ په باجوړ کي د موقتي صلح په مفهوم ياديږي، مثلاً دوې قبيلې په جګړه سره اخته کيږي او د کام سپين‌ږيري مداخله کوي، نو د دوی تر منځ چي کومه عارضي صلح منځ ته راځي، هغه ته وله يا ولۍ More…
9. ولور
ولور د (کابين) معنا ور کوي. په قبيلوي اصطلاح کي ولور هغه حق دئ چي پلار ئې د لور يا ورور ئې د خور يا تربور ئې د ترلي په ور کړه کي لري. ولور د ښځي د خپلوانو له خوا ټاکل کيږي او د زوم له خوا More…
10. ونډه
ونډه د برخي په معنا ده، خو په عامه اصطلاح کي د ځنګل د وېش په وخت کي استعماليږي. په ځنګل کي د يوه قبيلوي سړي برخه ونډه بلل کيږي. په اورګون کي د ونډي اصطلاح د ځنګل د برخي له پاره په عام ډول More…
11. ويسا
ويسا د اعتماد معنا لري. هغه کسان چي په قومي او قبيلوي جرګو او مرکو کي ګډون کوي، دوی د قوم له خوا څخه ويسا پر ځان اخلي. کوم څوک که پر ځان ویسا بايلوي، هغه په قبيله کي د ژوند سره په عذابيږي. More…
12. وينه
وينه د دري د (خون) په معنا راځي، خو په اصطلاح کي د پلريني خپلوۍ ته هم وينه وايي، خو په ځينو مواردو کي قتل ته هم کنايتاً وينه ويل کيږي. د مړي بدۍ ته هم د ويني بدي وايي. متل دئ، چي وايي: More…
13. وېرول
وېره يا بېره د (ترس) معنا ور کوي. وېرول د تهديد په مفهوم راځي، څوک حق نه لري چي بل څوک ووېروي. که څوک د دغه عمل مرتکب ګرځي، نو ناغه پر اوړي. وېرول او ډارول دواړه يو مفهوم لري، ډارول په More…
14. وېش
وېش د تقسيم معنا ور کوي، خو په خاص ډول په مامندو کي د شيخ‌ملي د مځکو وېش. د قانون سره وېش کلمه په خاص مورد کي استعماليږي. د دغه قانون له مخي به ټولي مځکي په هرو لسو کالو کي يو ځل وېشل کېدې More…