Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
selected terms: 27

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
يو مجرم سړي ته مجازات ور کول، په عامه اصطلاح د خره سپرول (سورول) وايي. په خاص ډول څوک چي د بل چا ناموس ته په سپکه وګوري، نو دغسي سړی که ئې جرم ډېر دروند وي، وژل کيږي او که سپک وي، داسي سزا More…
که يو څوک د يو چا پر مېلمه ډزه وکړي، نو د دې ډزي څخه که هغه زخمي سي او ډزه هم عمداً سوې وي، دوه چنده پور اخيستل کيږي. که سهواً ډزه سوې وي، يو سلو پنځوس روپۍ پور لري. که له دغي ډزي څخه مېلمه More…
3. پرده
د ښځي جامه هم پرده ده. کله کله د پړوني مفهوم هم ور کوي او کله بيا د (شرم) معادل مفهوم افاده کوي. مثلاً يو مجرم چي د جرم په مقابل (پور) د (شرم) تر عنوان لاندي تاديه کړي. کله کله داسي هم More…
4. پرهار
پرهار زخم ته وايي. پرهار پر دوه ډوله دئ، چي يوه ته ئې (سپين) او بل ته ئې (تور) وايي. (سپين) هغه پرهار دئ، چي د بدن ښکاره برخه وي، لکه سترګه، پزه، غوږ او داسي نور؛ او (تور) هغه پرهار دئ، چي More…
5. پرېکړه
پرېکړه د فيصلې مفهوم ور کوي. د دوو مدعي خواوو تر منځ چي مرکه او جرګه فيصله وکړي او دواړي خواوي په قانع سي، دې ته نو پرېکړه وايي. د پرېکړي څخه مخه اړول تاوان لري. کوم څوک چي په لويو پرېکړو More…
6. پزه پرېکړه
پزه پرېکړه په (سپين پرهار) کي راځي. کوم څوک چي د چا پزه پرې کړي، هغه به تاوان ور کوي. د احمدزيو په نرخ کي پزه د نيم خون تاوان لري، خو که د يو سړي تر وژلو وروسته د هغه پزه هم پرې سي، په دې More…
7. پسه
په هر ننواتي کي پسه ضروري شرط دئ، چي ننواتيان به ئې له ځان سره بيايي. په مرکه، جرګه او خيرات کي حتماً پسونه حلاليږي. چيري چي د ننواتي او جرګې نوم اخيستل کيږي، هلته حتماً پسه هم ځای لري. هغه More…
8. پسه حلالول
کله چي په قبيله کي کوم سړی د بلي قبيلې له سړي يا کورنۍ سره په بدۍ اخته سي، نو په خپل خېل يا په ګوندۍ کي د خپل خېل پر کورنۍ پسه حلالوي او په دې ډول د هغو څخه مرسته يا سيله غواړي. دغه عمل ته More…
9. پلرينه
په يوه خېل کي په يوه پلار (پښه) سره شريک واحد پلرينه ده. په پلرينه سره شريک هر يو د پلريني د بل غړي د ننګي په ساتلو مکلف دئ او د تربور په نامه ياديږي. په قبيله کي لومړی حساب د پلريني څخه را More…
10. پلو
د پوړني څنډه پلو بلل کيږي. پلو د ټيکري مفهوم هم ور کوي، خو په عام اصطلاح کي د ښځي شفاعت ته وايي. کله چي په يوه پېښه کي ښځه شفاعت وکړي، نو وايي چي: (پلو منځ ته راغی)، په دې ډول نو عفو او More…
11. پنا
يو څوک په خپل حمايت کي نيولو ته پنا وايي. که يو مجرم او تور هم يو چا ته پنا ور وړي، هغه به حتماً پنا ور کوي. ډېر ځله داسي پېښه سوې ده، چي يو قاتل د يوې کورنۍ سړی پر بېديا وژلي وي او په More…
12. په خپل نامه په زوره کور ته بېول
یوه ښځه چي د کوم چاپه نامه وي او خسر يې نه ورکوي هغه حق نه لري چي خپله ښځه په پټه یا جګړه خپل کور ته راولي ، خو وروسته به خسر ته ننواتي کوي او خسر يې هم مجبور دئ چي دغه ننوتی به مني. د دغه More…
13. په قبر کي څملاستل
د بخښښ غوښتني يو عمل دئ. کله چي يو څوک په ناپامۍ بل څوک مړ کړي، نو دا سړی په داسي حال کي چي څوک ورته متوجه نه سي، هغه مهال چي مقتول په قبر کي کښېږدي، دی ناڅاپه راځي او په دغه قبر کي څملي او More…
14. پور
په لغوي معنا پور قرض دئ، خو کله چي د تعاملي حقوقو او قوانينو په برخه کي استعمال سي، نو تاوان ته نژدې مفهوم افاده کوي. کوم څوک چي د جرم مرتکب ګرځي، هغه پر خپله ذمه يو پور اخلي. متل: (پور د More…
15. پوره په پوره
په يوه ټاکلې قضيه کي چي جرګه فيصله وکړي او قضيه همداسي وي، چي دواړه طرفه يو پر بل مساوي پور ولري او ناغه په مساوي ډول پر دواړو خواوو کښېښول سي، دې ته پوره په پوره وايي. مثلاً دواړو طرفو يو More…
16. پيغور
په قبيلوي مناسباتو کي پيغور قبلول د مېړاني منافي عمل دئ. هر سړی چي د قبيلې د مقرراتو څخه تېری کوي، هغه ته پيغور په نصيب کيږي. پيغور د پړ (ملامت) برخه ده. د يوه سړي چي پيغور په برخه سي، هغه More…
17. پټکی
پټکی يا پګړۍ د (دستار) معنا ور کوي، خو په اصطلاح کي د نارينه‌توب علامه ده. پټکی او شمله يو مفهوم لري او د غيرت علامه هم بلل کيږي، لکه د ښځي ټکری، چي د احترام وړ دئ، نو د نارينه پټکي ته هم More…
18. پچه
پچي ته هسک هم ويل کيږي. په قبيله کي چي کوم څه وېشل کيږي، نو برخي جوړي سي او بيا د دې دپاره چي د ټولو قناعت حاصل سوی وي، پچه پر اچول کيږي. د باجوړ د سرکلاڼو په (مامندو) کي چي د وېش په سيسټم More…
19. پړ
پړ (ملامت) دئ. هر سړی چي جرم وکړي او پر اثبات سي، پړ دئ. پر مجبور دئ چي خپل مقابل خوا ته تاوان او (شرم) ور کړي. پړ ته پيغور هم په نصيب کيږي، نو دا ځای دئ چي پښتانه متل کوي: (په سلو وهلی ښه More…
20. پړونی
پړونی يا پوړنی او ټکری يو مفهوم لري او په مجازي ډول د ښځي مفهوم ور کوي. پړونی په پښټنو کي مقدس دئ، وايي چي په قافله کي به ښځه وه، نو غله به نه ور نژدې کېدل او دا ئې د پړوني درناوی وو. په More…