Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
چغ چو چپ چچ چړ
selected terms: 6

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
1. چغه
چغه د ډول هغه ډنګولو ته وايي، چي د خطر پر وخت وهل کيږي. چغه چي کله وسي، يعني د خطر ډول چي وډنګيږي، هر څوک مکلف دئ، چي لومړی ځان تر کوره ورسوي او خپله وسله را واخلي او بيا د چغي ځای ته راسي. More…
کاکړان چورۍ پېغلي ته وايي. په ولسي نرخ کي چي د پېغلي له پاره کوم حقوق او مقررات سته، هغه د چورۍ له پاره هم سته. دا د ناز نوم دئ او هغه پېغله چي ډېره مجلسي او غزلخوانه وي، هغې ته چورۍ ويل More…
3. چپاول
چپاو او چپاول دواړه ناڅاپي حملې ته وايي. کله چي د دوو خېلونو تر منځ بدي وي، نو د چپاول مرحله ئې هغه ده، چي نهايت دښمنۍ ته ورسيږي. چپاول ته په نرخ کي په ډېره بده سترګه کتل کيږي او دا کلمه More…
4. چپه پاتا
چپه پاتا يوه ډېره لويه ښرا ده. دا عمل د يوه لرغوني دود ميراث بلل کيږي. په لرغونو قبيلو کي چي به يو بد سړی پيدا سو، نو د قبيلې څخه د هغه د طردولو له پاره به په مرکه او جرګه کي دا تصميم نيول More…
5. چچګر
د چچونو او غلبيلونو جوړوونکی او خرڅوونکی چچګر بلل کيږي. چچګر هم يو کاسب دئ او د کلي د غنمو او دانو د پاکولو له پاره عمده وسايل تهيه کوي، خو قبيلوي اشرافيت هغه ته په لوړ نظر نه ګوري. More…
6. چړی
چړی د مسجد (جمات) خادم دئ. چړی د ملا مرستيال هم وي. د جرګې او مرکې پر وخت چړی د جمات په ور کي دريږي او د خيرات په وېشلو کي د مرکه‌والو سره مرسته کوي. د استاد پوهاند رشاد ياداښت: (چړی د More…