Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ښر ښن ښځ ښک
selected terms: 5

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
1. ښرا
ښرا يو شوم عمل دئ، په قبيلوي ژوندانه کي چي څوک ښراوي کوي، د هغه څخه کرکه هم کيږي. په ځينو قبيلو کي چي ستانه مقام لري، ښرا ئې بده بلل کيږي. د کندهار، هلمند او فراه ساکزي په ښرا ويلو شهرت لري، More…
په قبيله کي چي کله کوم څوک د بدي ورځي سره مخامخ سي، مړی ئې سوی وي يا بله دعوه ولري او د مرکې له پاره د خرڅ توان و نه لري نو خپلوان او د قبيلې منسوبين ئې د (ښندني) په نامه مرسته ور سره کوي، More…
3. ښځه
ښځه د قبيلې د مناسباتو په ساحه کي لاندي موقفونه لري چي هر يو ئې په دې قاموس کي جلا جلا هم ښوول سوي دي: روڼۍ، ګوت‌لکه، پېغله، مړوښې، کونډه، مټيزه، شنګرې، بونډۍ، سوره. ښځه د نارينه سره د جرم More…
4. ښځي ته لوړه ور کول
که ښځه د کوم جرم مرتکبه وګرځي او بيا منکره سي، نو قسم ور کول کيږي، خو قسم به ئې مېړه يا پلار يا بل نژدې محرم ور کوي. کله چي دغسي واقعه پېښه وي چي جرګې ته د ښځي د ور تګ ايجاب وسي، نو هغه More…
5. ښکنځا (زيړي)
ښکنځا يا ښکنځل هغه بد الفاظ دي چي يو چا ته مخامخ يا په غياب کي وويل سي. ځاځيان ښکنځا ته زيړي وايي. څوک چي ښکنځا وکړي هغه د يو جرم مرتکب ګرځي او بايد شوم ئې وکړي. ښکنځا د خلکو د عمر او موقف More…