Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کور کون کوي کوټ کوډ کوږ
selected terms: 9

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
1. کور
د اوسېدلو ځای ته کور وايي. کور د هر ډول چپاو څخه مصؤن دئ. په لوېديځه خوا کي د کور په کوټه کي خاص ځای جوړيږي، چي پر هغه د کور کاي ايږدي او دا ځای په کوټه کي د يو نيم متر په اندازه لوړ وي، دې More…
په عمومي ډول د کور سوځلو مجازات هغه چا ته ور کول کيږي، چي په لويو قومي پرېکړو کي د ټاکلي حدودو څخه تېری وکړي. که يو څوک په بدۍ کي د چا کور وسوځي، هغه د ټاکلي نرخ سره سم په تاوان ور کولو More…
3. کونډه
هغه ښځه چي مېړه ئې مړ سوی وي، کونډه بلل کيږي. هغه ښځه چي کونډه کيږي، بايد د مېړه په انتخاب کي قبيلوي مراتب وپالي. تر هر چا لومړی د مېړه د ورور حق لري چي پر هغې نکاح وتړي، په هغه پسي د مېړه More…
4. کوين
په خوست کي نکاح ته کوين وايي. کوين له کولو څخه اخيستل سوې ده او د ښځي کولو يا نکاح کولو عمل ته کوين ويل کيږي. استاد پوهاند رشاد د کوين د کلمې په توضيح کي د کولو کلمې ته سواليه (؟) ايښې ده More…
5. کوټ
کوټ جنګي کلا ته وايي، خو په عامه اصطلاح کي يوه ودان او لوی کلی ته هم کوټ وايي. په آريايي ټولنه کي د (جانا) يعني د کام تشکيل د جنګي کلا په مفهوم راغلی دئ، يعني هغه وخت چي (جاناپادا) د قبيلو More…
6. کوډخه
په غرو کي د ډبرو او لرګيو څخه جوړه سوې هغه کوډله چي انسانان او څاروي يو ځای پکښي اوسي، کوډخه بولي. د کوډخي سوځل هم د کږدۍ په شان په قبيلوي نرخ کي تاوان لري. کوډخه د ځنګله د ساتونکو کوټې ته More…
7. کوډي (جادو)
کوډي ته جادو هم وايي. په قبيله کي ځيني داسي خلک چي نورو ته کوډي ور کوي، داسي کسانو ته کوډګران ويل کيږي. کوډګر ته په ښه نظر نه کتل کيږي، خو د يو قبيلوي سړي ذهنيت د کوډو څخه بېره هم کوي. په More…
8. کوډۍ
د لوخو او وښو څخه جوړه سوې کوټه کوډۍ نوميږي. په هلمند کي د کوډۍ اصطلاح معموله ده او دغه ډول کوټه کوډۍ بولي. په کوډۍ کي د کورنۍ غړي اوسي او حيوانات کوډۍ ته نژدې دروي. څنګه چي کوډۍ هر وخت د More…
9. کوږ نرخ
کله چي په جرګه او مرکه کي د يو چا پر ضد د عام اولس قانون (نرخ) څخه مخالفه پرېکړه وسي، دا کوږ نرخ بولي. کوږ نرخ د منلو وړ نه دئ او که دغسي يوه فيصله اثبات ته ورسيږي، چي د نرخ څخه مخالفه سوې More…