Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګوت ګوج ګور ګوم ګون ګوډ
selected terms: 8

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
ګوتلکه تازه او نوې پېغلتوب ته ور رسېدونکې نجلۍ ده. ښاغلي عبدالرحمن پژواک (۱) دا کلمه د (ګوتي) او (لکي) د ترکيب او جوړښت څخه را وتلې بولي. ګوته انګشت ده او لکه يا لک درېدلو ته وايي او نجلۍ چي More…
يوه طايفه ده چي د مومندو او يوسفزو سره يو ځای اوسي او په مالداري اخته وي. په قبيلوي اشرافيت کي ګوجر لوړ ځای نه لري او د ګوجر خطاب هم ښه نه بلل کيږي. دوی خپل تر منځ په يوه خاصه لهجه خبري کوي More…
3. ګور
ګور قبر دئ. قبر که هر څومره د تور او مجرم وي، بې‌احترامي ئې ناروا عمل دئ. که يو څوک د خپل مدعي قبر ونړوي يا بله بې‌احترامي ور سره وکړي، هغه د نرخ په حکم ملامت دئ او بايد مجازات وويني. د More…
4. ګورمال
يو څوک د يوه کار له پاره مؤظف کولو ته ګورمال وي کيږي. اغلباً چي دا کلمه به د ګومارل اولنی شکل وي، ځکه عيناً د ګومارلو مفهوم ور کوي. په اکثرو قبيلو کي کلمات اوړي، لکه د پکتيا علي‌خېل ټول د More…
5. ګومل
د اورګون په سيمه کي يو ځای دئ چي په لرغونو متونو کي ئې هم يادونه راغلې ده، کنايتاً د پلار او نيکه مځکه هم ګومل بلل کيږي. په متل کي وايي: «ورور وژلی ښه دئ که ګومل پرې ايښی ښه دئ؟». بل متل: More…
6. ګوند
يوه قبيلوي مؤسسه ده چي په هغه کي بېل بېل خېلونه د خپلو ګټو د ساتني له پاره ګډون کوي. هغه خېلونه چي د ګوند په حساب سره يو ځای وي، د مهمو پېښو پر وخت يو د بل په طرفدارۍ سره دريږي. هغه خېلونه More…
7. ګوندي
د قبيلې په ساحه کي لويو بديو ته ګوندي وايي. کله چي يو ګوند د بل ګوند سره په مخالفت کي وديږي، نو دغه بدي ګوندي ده. د ګوندي بدۍ په سوونو کاله هم دوام کو. کله کله وړو بدو ته هم ګوندي وايي، خو More…
8. ګوډه
د يو چا پښه ماتولو ته ګوډه واي. په قبيلوي نرخ کي د ګوډي تاوان معلوم دئ؛ که پښه په بجلکه کي ماته سوې وي، که په زنګانه کي او که په ښنګښر کي، هر ډول ئې ځان ته تاوان لري چي د ټپ د تاوان په برخه More…