Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
selected terms: 18

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ
په کاکړۍ اصطلاح کي خبري، قول او وعدې ته ګايه ويل کيږي. له ګايي څخه تېرېدل د مړاني نخښه نه ده، هر څوک بايد پر خپله ګايه ودريږي. په ګايه ملامت پړ بلل کيږي. ګايه د ژبي، خولې او پښتو په شان د More…
په اپريدو کي ګاړی او سامل لکه تور او سپين غوندي دوه ګوندونه دي. په ګاړي ګوند کي د اپريدو څخه کوکي‌خېل، کمبر‌خېل او ادم‌خېل ګډون لري (۱). استاد پوهاند رشاد وايي: «په ورکزو او بنګښو کي هم More…
3. ګرم
ګرم ملامت دئ، هر څوک چي په بل ګرم سي، نو يو تاوان پر ذمه اخلي، چي ولسي نرخ ئې د ګرمۍ په انداره ناغه ټاکي. د پړ او ګرم تر منځ توپير دا دئ چي پړ هغه دئ چي په جرګه يا مرکه يا په اصطلاح د مېړو More…
4. ګرمه
ګرمه د ملامتۍ مفهوم ور کوي. ګرم ملامت دئ او ګرمه يعني ملامتي په نرخ کي محکوم عمل دئ او تاوان لري. ګرمه د تېري سره نژدې مفهوم لري، خو دا تېری چي د ګرمي په معنا راسي، په محدود محل کي More…
5. ګرو
ګرو د يرغمل سره نژدې مفهوم لري. کله چي د يوه سړي له بل سړي سره يا د يوې قبیلې له بلي قبيلې سره مدعا پای ته ورسيږي، نو د باور له پاره ګروي سر ور کوي. ګرو باالعموم په مالي موضوعاتو کي More…
6. ګلو خوړ
هره قبيله ځان ته جرګه‌ځای لري او دا ځای د احترم وړ هم بلل کيږي. د ګلو خوړ د خوست د تڼيو د قبيلې جرګه‌ځای دئ. په ځډراڼو کي (ګردی څړی)، په اپريدو کي (باغ او ډاګ) د جرګې دوه ځايه دي. په همدې More…
7. ګمارل
ګمارل د مؤظف کېدلو مفهوم ور کوي. ګمارل او ګورمال يو مفهوم لري. په قبيلوي مناسباتو کي کله کله سپين‌ږيری يو سړی يا څو کسه د يو کار دپاره مؤظفوي، مثلاً: لار وڅارئ يا تور تعقيب کړئ. دې ته ګمارل More…
8. ګنده
د دلاک او سرتراش هغه مزدوري چي د کال په پای کي له کلي څخه ټوليږي (۱)، ګنده نوميږي. دا مزد د حاصل ټولولو پر وخت ور کول کيږي او دا يو حق دئ چي دلاک ئې د قبيلې د غړو پر ذمه لري. په ځينو سيمو More…
9. ګوتلکه
ګوتلکه تازه او نوې پېغلتوب ته ور رسېدونکې نجلۍ ده. ښاغلي عبدالرحمن پژواک (۱) دا کلمه د (ګوتي) او (لکي) د ترکيب او جوړښت څخه را وتلې بولي. ګوته انګشت ده او لکه يا لک درېدلو ته وايي او نجلۍ More…
10. ګوجر
يوه طايفه ده چي د مومندو او يوسفزو سره يو ځای اوسي او په مالداري اخته وي. په قبيلوي اشرافيت کي ګوجر لوړ ځای نه لري او د ګوجر خطاب هم ښه نه بلل کيږي. دوی خپل تر منځ په يوه خاصه لهجه خبري کوي More…
11. ګور
ګور قبر دئ. قبر که هر څومره د تور او مجرم وي، بې‌احترامي ئې ناروا عمل دئ. که يو څوک د خپل مدعي قبر ونړوي يا بله بې‌احترامي ور سره وکړي، هغه د نرخ په حکم ملامت دئ او بايد مجازات وويني. د More…
12. ګورمال
يو څوک د يوه کار له پاره مؤظف کولو ته ګورمال وي کيږي. اغلباً چي دا کلمه به د ګومارل اولنی شکل وي، ځکه عيناً د ګومارلو مفهوم ور کوي. په اکثرو قبيلو کي کلمات اوړي، لکه د پکتيا علي‌خېل ټول د More…
13. ګومل
د اورګون په سيمه کي يو ځای دئ چي په لرغونو متونو کي ئې هم يادونه راغلې ده، کنايتاً د پلار او نيکه مځکه هم ګومل بلل کيږي. په متل کي وايي: «ورور وژلی ښه دئ که ګومل پرې ايښی ښه دئ؟». بل متل: More…
14. ګوند
يوه قبيلوي مؤسسه ده چي په هغه کي بېل بېل خېلونه د خپلو ګټو د ساتني له پاره ګډون کوي. هغه خېلونه چي د ګوند په حساب سره يو ځای وي، د مهمو پېښو پر وخت يو د بل په طرفدارۍ سره دريږي. هغه خېلونه More…
15. ګوندي
د قبيلې په ساحه کي لويو بديو ته ګوندي وايي. کله چي يو ګوند د بل ګوند سره په مخالفت کي وديږي، نو دغه بدي ګوندي ده. د ګوندي بدۍ په سوونو کاله هم دوام کو. کله کله وړو بدو ته هم ګوندي وايي، خو More…
16. ګوډه
د يو چا پښه ماتولو ته ګوډه واي. په قبيلوي نرخ کي د ګوډي تاوان معلوم دئ؛ که پښه په بجلکه کي ماته سوې وي، که په زنګانه کي او که په ښنګښر کي، هر ډول ئې ځان ته تاوان لري چي د ټپ د تاوان په برخه More…
17. ګټل
ګټل د دعوې د ګټلو مفهوم ور کوي، دا نو که د قتل په پېښه کي وي او که په نورو مسايلو کي وي. کله چي پر مدعي بريالی سي، وايي چي خپل مړی ئې وګټی يا ئې ټپ وګټی. (پښتو ګټل) يوه اصطلاح ده او مفهوم More…
18. ګډه امۍ
دا په کاکړو کی يو خاص ډول اتڼ دئ چي په هغه کي نر او ښځي يو ځای ګډون کوي. ګډه امۍ په خاصو وختونو کي کيږي او په دغه وخت کي نارينه بايد خاصه پاملرنه وکړي چي ښځو ته بې‌احترامي و نه کړي او که نه More…