Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مل

مل د ملګري معنا ور کوي. مل په ښه او بده دواړو خواوو کي استعماليږي. يو څوک چي په ښه کار کي د يو چا ملګری سي، نو هم مل بلل کيږي او که په بده لار کي ملګري ور سره وکړي، نو د بدۍ د مل په نامه د قومي نرخ له خوا ټاکلې سزا ور کول کيږي. کنايتاً بد ملګري ته شيطان هم وايي. ښه عمل د لاري مل بلل کيږي. په اولسي نرخ کي د يو محرم مل هم مجرم بلل کيږي او د جرم په تناسب تر اصل مجرم وروسته مل ته هم په دوهمه درجه مجازات ټاکل کيږي. په يوه ټاکلې مسئله اصلي فاعل او مل د جرم د وقوع عاملين بلل کيږي او کله چي مرکه شروع کيږي، نو مرکچيان پوښتنه کوي چي مل ئې څوک وو.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]