Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
مړو مړي مړۍ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مړينه

مړينه د قتل او خون معنا ور کوي. عمدي قتل ته مړينه ويل کيږي او په قبيلوي نرخ کي مړينه يو شديد عمل دئ چي ټاکلی تاوان لري. مړينه په جنوبي قبيلو کي اصطلاح ده او په لوېديځو قبيلو کي د دغي اصطلاح پر ځای د مرګ کلمه استعماليږي. په مړینه کي ټول هغه مقررات شامل دي چي د مرګ له پاره ټاکل شوي وي. مړينه د (بدل) په قانون جبيره کيږي،خو د ننواتي او مرکې په صورت کي د مقتول خوا بخښنه کولای سي. مړينه او مړی کول يو مفهوم لري او عامل ته ئې د اولسي نرخ مطابق سزا ور کول کېدای سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]