مړۍ ته ډوډۍ هم وايي، خو په خاص مورد کي مړۍ د مرکچيانو ډوډۍ ده، چي د دعوا کوونکو له خوا ور کول کيږي. هغه مفهوم چي په ډوډۍ کي پروت دئ، هغه په مړۍ کي هم پروت دئ. دا چي وايي: «مړۍ به را سره خورې!» نو مطلب يوازي دا نه دئ چي وچه مړۍ به وخورې، بلکي هر څه چي پر سترخان ايښوول کيږي، هغه مړۍ ده، مړۍ د مالګي سره يو ځای مقدس حيثيت لري او قسم په کيږي. سپوره مړۍ وچه ډوډۍ ده او غوړه مړۍ هغه ډوډۍ ده، چي هر څه پکښې وي. د مړۍ پاس ساتل د قبيلوي سړي يو خاص خصلت دئ، که يو چا د بل چا مړۍ وخوړله، نو دا ئې يو حق پر ذمه واخيست، چي په مړۍ ئې بايد ور مبادله کړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]