Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
مړو مړي مړۍ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مړوښی

مړوښې د مېړه مېرمن ښځه ده. مړوښې د کهول د مشرۍ په حيث خاص احترام لري، که څوک مروښي ښځي ته بې‌عزبي وکړي، په قومي قانون کي هغه بخښل کيږي او سزا ور کول کيږي. مړوښې ښځه د ناموس حکم لي او که څوک دغسي ښځي ته ښکنځا وکړي يا تېری پر وکړي، مېړه ئې دا پر ناموس تېری ګڼي او حق لري چي داسي تېری په وينو پرې مينځي، يعني غچ په قتل واخلي. د مړوښي ښځي تښتول مرکه نه لري، يعني فيصله نه سي پر کېدلای او ننواتي ئې هم نه قبليږي. که مړوښې وتښتي او بل سړی ئې وکړي، نو هغه وژل کيږي او که دا سلسله ادامه پيدا کړي، تر اوو مېړونو پوري د مرګ لايق بلل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]