Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
مري مرک مرګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مريی

مريی غلام دئ. اوس په پښتني ټولنه کي مريی نه سته، خو پخوا به په ننواني کي مريی هم د پسه په شان بېول کېدی او د ننواتي کوونکي له خوا به هغه چا ته بخښل کېدی چي ننواتي به ئې پر کړې وه. د پښتنو په شفاهي داستانونو کي د آدم خان په نکل کي وايي چي کله آدم خان خپله ښځه توتيا په زور کور ته را وستله، نو څو ورځي وروسته ئې خپل اخښي بازيد خان ته ننواتي ولېږله، چي په هغه کي پسه او مريی هم وو. مريان په پښتني قبيله کي پخوا هم نه ول، ځکه په قبيلوي جګړو کي د مقابل لوري خلک وژل يو عمل وو چي وروسته هم پاته وو. مريی د عربي او مغولي دربارونو د راتګ سره په پښتني قبيله کي پيدا سول، خو دا مريان به د بېخي ليرو سيمو څخه را وستل سوي ول.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]