Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
لا لغ لم لن لو لڅ لښ
لوټ لوړ لوښ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

لوټول

لوټول، تاراجولو ته وايي. په قومي بديو کي کله کله د لوټولو يا لوټمار عمل هم کيږي. هغه داسي وي چي پر کور يا قافله حمله وسي او هر څه چي ور سره وي، هغه ځني يوسي. په عادي وخت کي د کورنيو په بدۍ کي لوټمار وسي او مسأله جرګې او مرکې ته محول سي، نو هله د لوټ سوي مال تاوان ټوله پر هغه خوا ايښوول کيږي، چي لوټمار ئې کړی وي او سربېره پر دې د شرم په نامه به يو پسه هم جرګې ته ورولي. پر قافله که لوټمار وسي، هغه غلا بلل کيږي او د لاري د امنيت خرابولو جرم هم ور سره ضميمه کيږي. په مرکه کي د ورځي او شپې له خوا د لوټولو عمل په تاوان کي توپير لري او د ورځي لوټمار ته د ړوند تاوان ټاکل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]