Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
لا لغ لم لن لو لڅ لښ
لنګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

لنګر

هغه پيران او سيدان چي شکرانې اخلي، نو لنګر هم لري. د پير او سيد د دعا او تعويذ له پاره په دغو لنګرونو کي محتاج خلک اوسي، تر څو ئې کار خلاصيږي. په لنګر کي ډوډۍ ور کول کيږي او په هغه لنګر کي چي د ډوډۍ سره کتغ ور کول کيږي، نو غوړ لنګر ئې بولي. په ځينو ځايونو کي چي دغه پيران او سيدان د نفوذ خاوندان ګرځېدلي وي، نو جوړي او روغي هم د تبريک دپاره په لنګر کي کيږي، ولي په لنګر کي د مرکې جوړېدل ډېر رواج نه لري، په خاص ډول هغه وړې او کوچنۍ پېښي چي ډېر اهميت نه لري او جوړه ئې هم يقيني وي، نو په لنګر کي يوازي دعا پر کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]