Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
لا لغ لم لن لو لڅ لښ
لمن

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

لمن

په لفظي لحاظ لمن د (دامن) معنا ور کويو خو په اصطلاح کي د عذر، عفوي، پنا او ادارې مفهوم ور څخه اخيستل کيږي. (په لمن کي ور لوېدل) اصطلاح دا مفهوم لري چي پنا ئې ځني وغوښتله. پلانکی لويه لمن لري، يعني د عفوي او بخښني احساس ئې زيات دئ. وايي: د غيرت باد چي را والوت، د غلجي پر موټ، د کاکړ پر مرکه او د ابدالي پر لمن وموښت. دلته لمن له ادارې څخه مراد دئ. د عفو او حلم په معنا هم راځي. د جرګې او مرکې پر وخت چي د مجرم په باب د مقابل طرف څخه بخښنه غوښتل کيږي، نو ورته وايي چي ستا لمن اوبه ده، هغه په خپله لمن کي قبول که. چا ته چي د لويي لمن خطاب کيږي، هغه د فخر احساس کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]