Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
لا لغ لم لن لو لڅ لښ
لار لاس

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

لاس لګول

لاس لګول د جنګ او جګړې مفهوم لري، خو هغه جنګ چي د دوو يا څو کسو تر منځ وسي او وسله پکښي استعمال نه سي. د لاس لګولو په پېښه کي مرکه نه را ټوليږي، خو که د دغه لاس لګولو څخه زيان پېښ وي او ټپ پېښ سوی وي، نو مرکه او جرګه غور پر کوي. د لاس لګولو په پښه کي باالعموم پر ږيره حمله کيږي او که په دغه پېښه کي د چا ږيره وشکول سي، نو سربېره پر تاوان د ږيري د شرم په نامه هم بايد تاوان رسېدلي خوا ته ور کړي. څنګه چي ږيره د ناريه او نارينتوب علامه ده، نو پر هغه تېری پر عزت تېری ګڼل کيږي. د لاس لګولو عمل د کشر او مشر تر منځ هم جلا پرېکړه لري، يعني مشر ته لاس اچول نسبتاً دروند تاوان لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]