Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګوت ګوج ګور ګوم ګون ګوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګوندي

د قبيلې په ساحه کي لويو بديو ته ګوندي وايي. کله چي يو ګوند د بل ګوند سره په مخالفت کي وديږي، نو دغه بدي ګوندي ده. د ګوندي بدۍ په سوونو کاله هم دوام کو. کله کله وړو بدو ته هم ګوندي وايي، خو دغه بدي به هم د ګوند په رابطه ريښه لري. د قبيلوي مقرراتو په حکم کله چي ګوندي شروع سي، نو شخصي بدۍ او مخالفتونه بايد له منځه يووړل سي او د ګوندي لوي مسايلو ته بايد متوجه سي. د ګوند سيسټم ته هم ګوندي وايي، مثلاً پوښتنه کوي: «په کومه ګوندي کي يې؟». هغه سړی چي ډېرۍ، برې او جنبې پالي، ګونديمار ئې بولي. خوشحال خان په دستارنامه کي ليکي چي په پښتانه کي ګوندي د سړه‌بني ده (۱). الفونستون د کابل سلطنت په کتاب کي چي د پښتني قبيلو د جوړښت په باب ځيني خصوصيات بيانوي، د ګوند رابطه يا ګوندي د ګډی ويني تر خپلوي ډېره قوي بولي، خو دا چي وايي: «د قبيلې افراد د يو او بل د ملاتړ په خاطر د تازه کشالو د را پېدا کېدو په وخت کي را ټوليږي او دې ډول اتحاديو ته ګوند وايي (۲). د ده د نظر له مخي ګوندونه موقت جوړيږي، په داسي حال کي چي د سپين او تور ګوند د جوړښت عامل پېښه او نېټه د هيچا په ياد نه ده. ښايي الفونسټون تړون په ګوند خطا کړي وي؛ تړون نسبت ګوند ته محدوديت لري او کېدای سي چي د قبيلو تر منځ تړونونه وسي، لکه د وزير او سيدګيو تر منځ چي تړون سوی دئ. تړون د ګاونډيو خېلونو تر منځ جوړيږي، خو ګوند په يوه لويه پراخه ساحه کي نفوذ لري. (۱): دستارنامه، د کابل چاپ، (۴۸ مخ). (۲) د وږمې مجله، ۱۳۵۶ش. کال، دوهمه ګڼه، (۷۵ مخه).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]