Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګوت ګوج ګور ګوم ګون ګوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګوند

يوه قبيلوي مؤسسه ده چي په هغه کي بېل بېل خېلونه د خپلو ګټو د ساتني له پاره ګډون کوي. هغه خېلونه چي د ګوند په حساب سره يو ځای وي، د مهمو پېښو پر وخت يو د بل په طرفدارۍ سره دريږي. هغه خېلونه چي د يوه ټبر په حساب سره يو ځای وي، کېدای سي د بل ټبر د خېلونو سره په ګوند کي يو ځای سي. ګوندي رابطه په قبيلوي روابطو کي تر ټبري رابطې ډېره پخه ده. په پښتني قبيلو کي د تور او سپين په نامه چي کوم ګوندونه جوړ سوي ول، په هغو کي په ټبري حساب په هر ګوند کي د بېلو بېلو ټبرونو خېلونه یو ځای سوي دي. د تور ګوند او سپين ګوند او د سامل او ګاړي په نامه ګوندونه ډېر لوی ګوندونه دي. د ګوند تاريخ نه دئ معلوم او د لرغوني آريانا د قبايلو د يوې عنعنې او ميراث په شان وروستيو پښتني قبيلو ته پاته سوی دود دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]