Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګوت ګوج ګور ګوم ګون ګوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګومل

د اورګون په سيمه کي يو ځای دئ چي په لرغونو متونو کي ئې هم يادونه راغلې ده، کنايتاً د پلار او نيکه مځکه هم ګومل بلل کيږي. په متل کي وايي: «ورور وژلی ښه دئ که ګومل پرې ايښی ښه دئ؟». بل متل: «ګومل پرې ايښی ښه دئ، نه ورور وژلی.». ګومل يوه لرغونې سيمه ده چي د سړو او تودو سيمو تر منځ لارو څخه تېريږي او د هندوستان خوا ته لرغونې لاره همدغه د ګوملي پر بند ور اوښتله. داسي معلوميږي چي آريايي قبيلې له دغي لاري د هند ورشوګانو ته ور شېوه سوي دي. دا نوم په ريګويدا کي د (ګوماتي) په نامه راغلې ده او يادونه ئې هم د ريګويدا د ماروت (۱) په سرود کي سوې ده. (۱): ماروت د باد رب النوع وه.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]