Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګوت ګوج ګور ګوم ګون ګوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګور

ګور قبر دئ. قبر که هر څومره د تور او مجرم وي، بې‌احترامي ئې ناروا عمل دئ. که يو څوک د خپل مدعي قبر ونړوي يا بله بې‌احترامي ور سره وکړي، هغه د نرخ په حکم ملامت دئ او بايد مجازات وويني. د مدعي پر کور ډزي کول، شرم لري او ګور لڅون ئې تاوان لري او که ګور مړي ته هم سپکه ور واوړي، نو دا پور او شرم دواړه لري. د بل په ګور کي خپل مړی ښخول د هغي خېل‌خانې پر حق تېری دئ چي دا ګور ورته منسوب وي. پر ګور باندي پر خپل سر زيارت جوړول هم مجاز کار نه دئ او که څوک دغسي کوي، هغه د قبيلې له خوا په ناغه محکوم کيږي. د ګور سره د بې‌احترامۍ په کار کي د ښځي او نر توپير نسته او دواړه قبرونه تر يو حکم لاندي راځي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]