Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګوت ګوج ګور ګوم ګون ګوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګوډه

د يو چا پښه ماتولو ته ګوډه واي. په قبيلوي نرخ کي د ګوډي تاوان معلوم دئ؛ که پښه په بجلکه کي ماته سوې وي، که په زنګانه کي او که په ښنګښر کي، هر ډول ئې ځان ته تاوان لري چي د ټپ د تاوان په برخه کي تشريح سوی دئ. د ګوډولو له پاره د ضارب وسيله او وسله هم کتل کيږي، مثلاً: يو څوک چي په ډبره ويشتل سوی او ګوډ سوی وي، د هغه سره توپير لري چي د توپک په ډزه ئې پښه ماته وې وي. که يو څوک په ناپامۍ کي يو بل سړی ګوډ کړي او دلايل ئې هم ومنل سي، نو د تاوان په سپکوالي کي ئې اغېز لري. په دواړو پښو چي ګوډ سي، هغه ته شوټ وايي. ګوډه هغه ده چي په قطعي ډول ئې پښه له کاره ولويږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]