Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګوت ګوج ګور ګوم ګون ګوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګوتلکه

ګوتلکه تازه او نوې پېغلتوب ته ور رسېدونکې نجلۍ ده. ښاغلي عبدالرحمن پژواک (۱) دا کلمه د (ګوتي) او (لکي) د ترکيب او جوړښت څخه را وتلې بولي. ګوته انګشت ده او لکه يا لک درېدلو ته وايي او نجلۍ چي تازه پورته سوې يا ښځه سوې وي، ګوتلکه بلل کيږي. ګوتلکه د ښځيتوب يوه مرحله ده او په قبيلوي قانون کي د ګوتلکي په حق کي تېری عيناً داسي تلفي کيږي لکه د پېغلي په حق کي، خو کله چي د (سپين پايڅې) په دود کي ور کول کيږي، هلته ئې ولور تر پېغلي لږ دئ. (۱): ۱۳۱۸ش. کالنۍ، د ښاغلي پژواک مقاله، (۲۴۰ مخ).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]