مرګ د مړيني په معنا راځي، خون ته هم مرګ ويل کيږي. په عامه اصطلاح کي عمدي قتل ته مرګ ويل کيږي او په قبيلوي نرخ کي مرګ لوی تاوان لري، د مرګ پور نه پرې ښوول کيږي. که څوک تر دغه پور تېر سي، نو پېغور ئې په برخه کيږي او په قبيله کي د بېننګه په نامه پېژندل کيږي. د مرګ پور يا په مرګ اخيستل کيږي چي بدله يا بدل ورته وايي او د ننواتي د قبلېدلو په صورت کي بخښل کيږي، چي تاوان ئې قبول کړي. په عام ډول د مرګ يعني قتل په پېښه کي د ننواتي قبلولو ته هم ډېر زړه نه ښه کيږي، خو که قاتل د کټ پښه ونيسي يا د وژل سوي په قبر کي ځان واچوي، نو د مقتول ورثې ته يوه تسلي او پرده پيدا کيږي او بيا نو که ننواتي ومن، ډېره بده بلل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]