د مرکې غړي ته مرکچي وايي. مرکي باالعموم په قبيله کي د نفوذ او نامه خاوند وي او د مرکې غړي ته سپينږيری هم وايي، د مرکهزن په نامه هم ياديږي. د سپينږيرو کلمه د مشر په معنا ده، يعني کېدای سي چي يو ځوان هم د مرکې غړی سي، خو هغه هم د سپينږيرو په نامه بلل کيږي او مرکچي ورته وايي. مرکچي د مرکې په وخت کي مصؤنيت لري او که څوک ور باندي وبلوسيږي، هغه به د مرکې شرم ور کوي. په مرکه کي هغه خلک غړي کيږي چي د نرخ له قبيلوي قانون څخه باخبره وي او تجربه ئې زياته وي. مرکچيانو ته په ځينو ځايونو کي تولګر هم وايي او جرګهمار هم دغه د مرکچي مفهوم ور کوي، مرکچي په خپل سر حکم نه سي کولای، بلکي د ده پر اړخ ناست نرخي څخه به پوښتنه کوي او د هغه مطابق به حکم کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]