کومه ښځه چي د بلي ښځي په بدل کي ور کول سي، هغه مخۍ بلل کيږي. کله کله داسي کيږي چي يو څوک خپله خور يا لور بل چا ته ور کړي او د هغه خور يا لور ځان ته وغواړي. دغسي ښځو ته مخۍ يا مخياني وايي. په مخۍ کي دا ضرور نه ده چي حتماً يوه ښځه د بلي ښځي په مساوي عوض کي ور کول کيږي، بلکي کېدای سي چي يوې خوا ته ښځه ځوانه او ښکلې وي او بلي خوا ته ښځه زړه او ډېره ښکلې نه وي؛ په دغسي صورت کي د ځواني او ښکلي غوښتونکي، مقابلي خوا ته د خپلي ښځي سره پيسې يا مال هم ور کوي، چي دغه ته (سر) وايي. دغه وضع د دوی د نومو په مفاهيمو چي مخۍ يا مخياني دي، څه اغېزه نه اچوي. مخۍ کول تر ختيځو او جنوبي قبيلو په لوېديځو قبيلو کي ډېر رواج لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]