Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
مخ مخی مخۍ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مخ روڼی

کوم څوک چي په يوه جرم کي په ناحقه ونيول سي او بيا برائت واخلي، مخ روڼی بلل کيږي. مخ روڼی حق لري چي د شرم په نامه له هغه چا څخه چي دعوه ئې په کړې وي يا مرکې حکم پر کړی وي، ناغه واخلي. هغه کسان چي په يوه جرم متهم سي او بيا د مرکې يا سپين‌ږيرو له خوا پړ وبلل سي، نو که ئې په خپله ځان پړ کړ، وايي چي د غيرت مخ روڼي ئې وکړه. دا چي په قانون کي وايي چي برائت د انسان اصلي حالت دئ، قبيلوي عرفي قانون کي دغه مفهوم د مخ روڼۍ په اصطلاح کي پروت دئ. نو په قبيله کي چي هر سړی د کوم جرم مرتکب نه وي ګرځېدلی، مخ روڼی ګڼل کيږي. په دغسي مورد کي م روڼی او سپين دواړه سره مشابه مفهوم لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]