Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
مخ مخی مخۍ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مخ توری

هغه سړی چي اخلاقي جرم ئې کړی وي، مخ‌توری بلل کيږي. په عام ډول هر مجرم تور دئ، خو په خاص ډول هغه مجرم چي د بدناموسۍ د جرم مرتکب ګرځېدلی وي، مخ توری بلل کيږي. بې‌دينه او ديني مقرراتو ته بې‌پروا سړي هم ته د مخ توري خطاب کيږي په عام ډول مخ توری کېدل د زنا فعل ته وايي، نو کنايتاً مخ توری و زاني ته ويل کيږي، مثلاً وايي: هر تور به سپين سي، خو د مخ توري سپينېدل نه کيږي. قبيلوي نرخ هم دغه حکم د زاني په باب کوي، ځکه د هغه نه ننواني قبليږي، نه ئې مرکه کيږي او نه بخښل کيږي، بس يوازي چاره د مخ توري له پاره دا ده چي ووژل سي؛ دا نو که د مدعيانو له خوا ووژل سي، پور نه لري او که ئې خپلوان مړ کړي، د پور څخه خلاصيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]