Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بخښ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بخښل (بښل)

بخښنه (عفوه) د قبيلوي سړي منل سوی حق دئ. فرد يا يوه ډله کولای سي، چي د دوی پر حقوقو تېری کوونکي وبخښي، دې ته (بخښل) وايي. داسي بخښل باالعموم د قتل په موضوع کي زياتره عملي کيږي او د ښځي په باب د تېري په ټولو مسايلو کي بخښنه په ندرت هم نه ليدل کيږي او که څوک دغه کار وکړي، نو په قبيله کي د بې غيرتۍ په نامه خپل موقف بايلي. بخښل يا (بخښنه) د قتل په مسأله کي په مهمندو کي يو د هغو څلورو حقوقو څخه دئ، چي د مقتول خوا ئې پر قاتل لري. درې نور ئې (نيکه، کښنده او سوره) دي، چي هر يو به په خپل رديف کي تشريح سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]