Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
لا لغ لم لن لو لڅ لښ
لوټ لوړ لوښ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

لوښي

لوښي د مرکې او ننواتي پسه ته وايي، خو د تېرا په اپريدو کي د بدرګې په شان يو رسم دئ؛ کله چي يو څوک د يو چا يا يوې قبيلې په حمايت کي ځان واچوي، نو هغه ئې په حمايت دريږي. دا رسم داسي شروع کيږي، چي لومړی به دغه ټاکلی سړی په هغه قبيله کي چي حمايت ئې غواړي، يو پسه حلالوي او بيا نو قبيله هغه داسي ګڼي لکه د خپلي قبيلې غړی. د بدرګې او لوښي توپير دا دئ چي بدرګه موقتي وي او صرف هغه وخت چي يو څوک له دغي قبيلې څخه تېريږي، حمايت ور حاصل وي، خو لوښي کېدای سي په کلونو دوام وکړي (۱). هغه څوک چي لوښي وکړي، که تېری پر وسي هغه سړی يا قبيله ئې په حمايت دريږي، چي دغه سړي ته ئې د لوښي حق ور کړی دئ. (۱): پښتانه، دوهم ټوک، (۸۹ مخ)
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]