Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
لا لغ لم لن لو لڅ لښ
لوټ لوړ لوښ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

لوړه

لوړه قسم او سوګند دئ. په ناحقه لوړه کول، د ولسي نرخ سره ځان ته ټاکلی تاوان لري. لوړه يو حق دئ چي کوم چا ته د بل چا له خوا څخه زيان رسېدلی وي، هغه ته ئې ور کړي. د ښځي او نر د لوړي د ور کولو رسم توپير سره لري او د جرايمو په انواع پوري د لوړي مراسم هم توپير سره لري. يو څوک که پر حق هم لوړه وکړي، نو د لوړي د شرم په نامه بايد يو څه ور کړي. په ځينو قبيلو کي دا کار د لوړي د خيرات په نامه ياديږي. وايي: «قسم زر ګزه بلا ده، چي تر منځ هم زيان رسوي او تر شا هم». د دغي بلا د رد له پاره خيرات ضروري بلل کيږي، خو په عامه اصطلاح کي د لوړي شرم ځان ته ځای لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]