اتڼ ګډه نڅا ده، خو په قومي جګړه کي ځوانان د اتڼ په ډول و جګړې ته ځي. کله چي چغه وسي، هر څوک مکلف دئ، چي د اتڼ کړۍ ته داخل سي او قومي جګړې ته ولاړ سي. اتڼ په هغه خاص مفهوم چي په پښتنو کي رواج لري، په نورو ولسونو کي ئې مثال نه ليدل کيږي. په نوره نړۍ کي يوازي د خوښۍ او سرور په مجلسونو کي اتڼ کيږي، چي په لوېديځ کي (ډانس) ورته وايي، خو په پښتنو کي سربېره پر دغه مفهوم، د جګړې وخت کي هم اتڼ کيږي. په ختيځو قبيلو کي (نڅا) او په ځينو قبيلو کي (ګډا) هم ويل کيږي. د زيارت د سيمي کاکړان ئې لوبه (Lwabab) او د هرنايي سپين ترينان ئې لبه (Laba) هم بولي. خو دا هغه اتڼ يا رقص دئ، چي يوازي د خوښۍ په وخت کي کيږي. په لوېديځو پښتنو قبيلو کي اتڼ د رزم او بزم په دواړو حالتو کي رواج لري. په کاکړو، شيراڼو او د سليمان د غره په ډډو کي د (ګډهامۍ) په نامه هم يو اتڼ سته، چي نارينه او ښځي په ګډه برخه پکښي اخلي. اتڼ د يوې ملي عنعنوي لوبي په حيث رواج لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]