Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګما

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګمارل

ګمارل د مؤظف کېدلو مفهوم ور کوي. ګمارل او ګورمال يو مفهوم لري. په قبيلوي مناسباتو کي کله کله سپين‌ږيری يو سړی يا څو کسه د يو کار دپاره مؤظفوي، مثلاً: لار وڅارئ يا تور تعقيب کړئ. دې ته ګمارل واي، کله چي يو سړی د سپين‌ږيرو په پرېکړه د يو کار دپاره وګمارل سي، هغه بيا حق نه لري چي عذر وکړي او که ئې د اجرا څخه غاړه وغړوي، نو د نرخ سره برابر د تاوان ور کولو محکوم کيږي. هغه سړی چي د يو ولسي کار دپاره وګمارل سي، د هغه مخ ته څوک نه دريږي او که ئې مخه څوک را وګرځوي، نو يو دروند پور پر غاړه اخلي. ګمارلی سړی چي د مرکې له خوا ګمارل سوی وي، که د کار په جريان سړی مړ کړي، نو د هغه پور هم پر ده نه دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]