Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګلو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګلو خوړ

هره قبيله ځان ته جرګه‌ځای لري او دا ځای د احترم وړ هم بلل کيږي. د ګلو خوړ د خوست د تڼيو د قبيلې جرګه‌ځای دئ. په ځډراڼو کي (ګردی څړی)، په اپريدو کي (باغ او ډاګ) د جرګې دوه ځايه دي. په همدې ترتيب هره قبيله په خاص نامه د جرګې او مرکې ځای لري. د ګلو خوړ جرګه چي جوړيږي، نو د مرکې مشران په مساوي شرايطو سره کښېني او د غور او بحث موضوع تر څېړني لاندي نيسي. په مرکه او جرګه کي چي مصلحت پټ نه وي، کېدای سي چي عام خلک ئې نندارې ته ور سي، د ګلو خوړ لکه نور جرګه‌ځايونه د درناوي او احترام وړ ځای دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]